Arrow Down Arrow Left Arrow Right Arrow Up Camera icon set icon set Ellipsis icon set Facebook Favorite Globe Hamburger List Mail Map Marker Map Microphone Minus PDF Play Print RSS Search Share Trash Crisiswatch Alerts and Trends Box - 1080/761 Copy Twitter Video Camera  copyview Youtube
د افغانستان د لنډ اوربند په تعقيب
د افغانستان د لنډ اوربند په تعقيب
Crisis Group Welcomes the Afghanistan Ceasefire
Crisis Group Welcomes the Afghanistan Ceasefire
Taliban fighters stand as Afghan security forces ride on an army vehicle during celebration ceasefire in Bati Kot district of Nangarhar province, Afghanistan, on 16 June 2018. REUTERS/Parwiz
Report 298 / Asia

د افغانستان د لنډ اوربند په تعقيب

په افغانستان کې د رمضان د پای اوربند لنډ، مګر، هڅوونکی وو، او دا يې وښودله چې د افغان دولت سرتيري او د طالبانو عادي منسوبين دواړه د اوربند په اړه له پاسه ورکړل شويو اوامرو ته درناوی کوي. ځکه نو، دواړه لوري، او د امريکا متحده ايالتونه، بايد دا فُرصت غنيمت وګڼي او د سولې په اړه هدفمندو خبرو په لور ګامونه واخلي.

  • Share
  • Save
  • Print
  • Download PDF Full Report

لنډيز

نوې خبره څه ده؟ د افغانستان حکومت، نړيوالو ځواکونو او طالب وسله والو ټولو د کوچني اختر په ورځو کې مؤقتي اوربند وکړ. ياد اوربند د افغانستان د اوږدې جګړې په تاريخ کې بې مخينې وو چې له برکته يې د تاو تريخوالي په کچې کې پام وړ کمی راغی او د هيواد په لر او بر کې د خوښيو د شېبو لامل شو چې اکثراً پکې حکومتي او طالب ځواکونو ګډه خوشالي کوله.

د دې اهميت په څه کې دی؟ اوربند وښودله چې د دواړو لوريو مشران پر خپلو ځواکونو پام-وړ واک لري، او دا ځکه مهم دی چې مخکې هيڅ لوري هم د مقابل لوري پر انسجام باور نه درلود. جشنونو سولې ته د ځينو جنګياليو په ګډون د افغانانو شديده لېوالتيا وښوده. دغه دواړه عوامل د سولې د راتلونکي بهير له پاره ښه زېری دی.

څه بايد وشي؟ واشنګټن بايد يو باصلاحيته استاځی وټاکي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او دا روښانه کړي چې که چېرې دغه تحريک او افغان حکومت د سولې يوه داسې هوکړه لاسليک کړي چې افغاني ټولنې ته په پراخه کچه د منلو وړ وي، امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلی شي. طالب مشران بايد له خپل هغه دريځ نه تېر شي چې وايي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او په خبرو کې کابل نه راګډوي

د کوچني اختر په درې ورځې رُخصتۍ کې افغانستان په خپلې لسيزو-اوږدې او له تېرې ډېرې خونړۍ شخړې کې د جګړې د عُمده لوريو له خوا د يوه تاريخي اوربند شاهد وو. د تاو تريخوالي په کچې کې غوڅ کمښت له جګړې ستړو افغانانو ته د عادي ژوند يو لنډ احساس ورکړ او په ټول هيواد کې د خوښۍ د جشنونو لامل شو. اوربند ثابته کړه چې سولې ته د کور د ننه شديده تقاضا موجوده ده. همداراز يې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو دواړو په صف کې د مراتبو د سلسلې انسجام څرګند کړ چې د ډلګيو مشرانو يې، که څه هم چې د جګړې د بندولو حکم ور ته حيرانوونکی وو، بشپړ اطاعت وکړ. ټولې غاړې بايد له دغه فُرصت نه د سولې په لور د حرکت کولو له پاره ګټه واخلي. ولسمشر اشرف غني لا وړاندې له طالبانو سره د غيرمشروطو خبرو وړانديز کړی. د متحده ايالاتو حکومت، چې د راپورونو له مخې اوس دې ته چمتو دی چې نېغ په نېغه د وسله والو مخالفينو له مشرانو سره خبرې وکړي، بايد يوه هيئت ته د دغه کار صلاحيت ورکړي او د ډاګيز اعلان په ګډون دا روښانه کړي چې که چېرې د وسله والو مخالفينو او افغان حکومت له خوا د سولې يوه داسې هوکړه لاسليک شي چې افغاني ټولنې ته په پراخه توګه د منلو وړ وي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتنې هم بحث کېدی شي. طالبان هم بايد د ولسمشر غني له حکومت سره د سولې خبرو ته ننوځي.

له دوو استثناوو پرته چې د بريدونو پړه د اسلامي دولت د افغانستان څانګې کوچنۍ ډلې پر غاړې واخيسته، دغه اختريز اوربند د وينې تويونې په کچې کې د پام وړ کمي لامل شو. مګر دغو بريدونو پر جشنونو لږ اغېز وکړ. حکومتي او طالب جنګياليو يوه بل ته غېږې ورکړې، له يوه بل سره يې ځان-انځورونه واخيستل، ګډې سندرې او اتڼونه يې وکړل، او له يوه بل سره يې ګلان او ډالۍ تبادله کړې. د دوی په پخلاينې، که څه هم لنډه وه، اکثراً دوی د بيرغ په لاس جوپو، جوپو ملکي وګړو له هرکلي سره مخ شول. لسګونه زره افغانان د خپلو ملګرو او خپلوانو د ليدنې په پار د جګړې له کرښو واوښتل. دغه خوښۍ په شمال او نورو هغو ځايونو کې چې د طالبانو وېره پکې تر نورو ځايونو ډېره ده، محدودې وې. مګر د هيواد زياترو برخو، په ځانګړې توګه هغو سيمو چې تر ټولو بد تاوتريخوالي ځپلي، د خوښۍ او هيله منتيا هغه شيبې ولېدې چې له کلونو راهيسې يې نه پېژندې.

د ارامۍ په ترڅ کې د دواړو غاړو انسجام، په ځانګړې توګه د داسې يوه وسله وال مخالفت په مينځ کې چې اکثراً وېشل شوې ښودل کيږي، د سولې د راتلونکو خبرو اترو له پاره ښه نښه ده.

د ولسمشر غني له خوا د اوربند د غځونې له وړانديز سره، سره طالبانو له اختره وروسته جنګ بيا پيل کړ. مګر په دغه اوربند کې، که څه هم چې عمر يې لنډ وو، د سولې د راتلونکو هڅو له پاره ګټور درس نغښتی وو. د اوربند تودې لمانځنې په ډاګه کړه چې زياتره افغانانان د جګړې پای ته څومره ژوره لېوالتيا لري. د حکومت او طالبانو پلي ځواکونه او قوماندانان وليدل شول چې د جګړې د مؤقتي درېدنې له کبله يې خوښي څرګندوله. له يوه بل سره د دوی ګډوالي تر يوه بريده د هغه نظر له ناسمۍ پرده پورته کړه چې وايي جګړه د نه ماتيدونکي فکري وېش له کبله ده. د طالبانو په مينځ کې د اوربند په اړه بحثونه په خپله د دغه تحريک د ننه سولې او جوړجاړي ته د هڅونې څرګندويې وې.

له ټولو مهمه دا چې دغه اوربند دا وښودله چې د دواړو لوريو مشران خپل حکم تعميلولی شي. که څه هم چې هېڅ لوري هم خپل ځواکونه د اوربند له پاره نه وو چمتو کړي، دواړو غاړو- افغان حکومت او د امريکا متحده ايالاتو او نورو نړيوالو ځواکونو له يوه لوري، او طالبانو له بل لوري- د حيرانوونکي نظم څرګندونه وکړه. دواړو لوريو له دې ډډه وکړه چې له زيانمنونکو شېبو نه په ناوړه ګټې اخيستنې ناڅاپي بريدونه وکړي. طبعاً د اختر درې-ورځنی اوربند له هغه سياسي روغې جوړې څخه ډېر واټن لري چې له دُښمنانو سره پکې ستر جوړجاړي شوي وي. مګر سره له دې هم د دغې مؤقتي ارامۍ په ترڅ کې د دواړو لوريو انسجام، په ځانګړې توګه د داسې يوه وسله وال مخالفت په مينځ کې چې اکثراً وېشل شوې ښودل کيږي، د سولې د راتلونکو خبرو اترو له پاره ښه نښه ده.

د دغسې خبرو پر لور پرمختګ له ډېرې مودې راهيسې په ټپه درېدلی. پرله پسې افغان حکومتونو د وسله والو مخالفينو له مشرانو سره خبرو ته خپل چمتووالی ښودلی. په دغو نږدې وختونو کې ولسمشر اشرف غني د دغسې خبرو بې شرطه وړانديز وکړ کوم چې دې ته په پام سره چې د ده ځينو لوړپوړو چارواکو طالبان د ترهګرو د يوه پاشلي ټولګي په توګه ياد کړل، يو زړور ګام وو. مګر طالبانو تل د امريکا له متحده ايالاتو سره، چې دوی يې خپل اصلي دُښمن بولي، پر مستقيمو خبرو ټينګار کړی. په تېر وخت کې متحده ايالاتو دا خبره ردوله چې دوی د شخړې غاړه ده او په دې باور وو چې افغانان بايد خپل اختلافات په خپله هوار کړي او له افغانستان نه يې د امريکايي پوځيانو د وتلو پر قضيې بحث کولو ته غاړه نه کېښوده. مګر داسې بريښي چې په دغه دريځ کې يې بدلون راغلی. د امريکايي چارواکو له بيانيو، رسنيزو راپورونو او د کړکېچ د ډلې له خپلو څېړنو داسې ښکاري چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کولو دغه مهم او مطلوب ګام واخلي او د امريکايي پوځيانو وتل د خبرو اترو په بحث کې شامل کړي. ټولې غاړې بايد له دغه اختريز اوربند څخه رامينځ ته شوي خوځښت او دغو وروستيو پرمختياوو څخه ګټه واخلي: 

  • متحده ايالات بايد د طالبانو له مشرتابه سره يوه رسمي مجرا پرانيزي. واشنګټن بايد يوه هيئت ته د دې صلاحيت ورکړي چې په دوحې، او همداراز کابل او سيمه ايزو مرکزونو کې د طالبانو د سياسي دفتر له سيالو لوريو سره نېغ په نېغه وغږيږي. متحده ايالات بايد همدارنګه د امريکايي پوځيانو او نورو نړيوالو ځواکونو وتل په څرګند ډول د خبرو پر مېز کيږدي او دا خبره ډاګيزه کړي. مګر دا هم بايد روښانه کړي چې د دغسې وتنې طبیعت او مهالوېش بايد د طالبانو او افغان حکومت تر مينځ د يوې داسې روغې جوړې برخه، يا پرې مشروط، وي چې افغان ولس ته په پراخې کچې د منلو وړ وي.
  • د طالبانو مشرتابه بايد له افغان حکومت سره خبرې اترې ومني. که اوربند د طالبانو انسجام وښود، دا يې هم وښودله چې ولسمشر غني د هغو افغان ځواکونو واک لري د چا پر وړاندې چې طالبان خپل ورځنی جنګ پر مخ وړي او د خپلو امريکايي ملګرو په پرتله خورا ډېره مرګ ژوبله ور اوړي. د طالبانو مشران بايد دا هم ومني چې د نړيوالو ځواکونو وتل د سولې پر يوه داسې پراخ تړون مشروط دي چې ممکن په ملي او سيمه ايزه کچه د واک-شريکولو طرحې، د امنيتي سکتور اصلاح او د افغانستان د اساسي قانون د بياليکنې بهير هم پکې شامل وي.
  • ټولې غاړې کېدی شي چې، په بالقوه توګه، د نورو اوربندونو، د بنديانو د تبادلې يا د کابل او وسله والو مخالفينو تر مينځ د طالبانو له واک لاندې سيمو کې د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه همغږۍ کې د لا روڼتيا په ګډون د باور-جوړونې ګامونه واخلي. ټولې غاړې بايد هغه سنجيده لهجه وساتي چې د اوربند په ترڅ کې يې په خپلو خبرو کې خپله کړې وه.

اختريز اوربند د جنګياليو په ګډون جګړه ځپليو افغانانو ته هغه څه وښودل چې ښايي سوله يې له ځان سره راوړي. دا اوربند د خوځښت له نورو نښو سره په خوا کې رامينځ ته شو چې لومړۍ نښه يې د ولسمشر غني له خوا له طالبانو سره د بې شرطه خبرو وړانديز او ورپسې هغه نښې وې چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې له طالب مشرانو سره نېغ په نېغه وغږيږي او د پوځيانو د وتلو موضوع په بحث کې شامله کړي. د متحده ايالاتو او طالبانو تر مينځ مستقيمې خبرې کوم کيميا-بوټی نه دی چې هر څه به سم کړي. کېدی شي طالبان بيا هم له کابل سره خبرو ته ننوتل، لږ تر لږه په لومړي سر کې، رد کړي، او ان که بين الافغاني خبرو ته غاړه کيږدي هم، دغه ډول خبرې به د داسې روغې جوړې پر لور د يوې اوږدې او ستونزمنې لارې يوازې پيل وي چې ټولو غټو افغاني ډلو او په لويه کې افغان ولس ته د منلو وړ وي. مګر سره له دې هم د متحده ايالاتو له خوا له طالبانو سره مستقيمې خبرې د دغسې خبرو اترو او د سولې له اوږدې مودې راهيسې ځنډيدلي بهير د پيلونې له پاره تر ټولو غوره شرط دی.

کابل/برسلز، ۱۹ جولای ۲۰۱۸م

Afghan security personnel stand guard ahead of the Eid al-Adha Muslim festival in Ghazni on 31 August, 2017. AFP/Zakeria Hashimi
Statement / Asia

Crisis Group Welcomes the Afghanistan Ceasefire

International Crisis Group welcomes pledges by the Afghan government and the Taliban insurgency that both sides will respect a ceasefire over the Eid al Fitr holiday. If implemented, such a truce would be unprecedented and could represent a concrete step toward peace talks.

The Afghan government and leaders of the Taliban insurgency have announced a temporary ceasefire during the forthcoming Eid al Fitr holiday. The government will halt offensive operations from 12 to 20 June and the Taliban will do the same from 15 to 18 June. The Afghan government’s ceasefire excludes foreign militant groups, notably the local Islamic State branch. For its part, the Taliban says its ceasefire will not extend to U.S.-led NATO forces, though the U.S. military commander in Afghanistan has said the U.S. will respect the truce.

Crisis Group welcomes, and applauds both sides for, this unprecedented step. There are sceptics both inside President Ashraf Ghani’s government and among the Taliban who question the truce. Its implementation could prove difficult. Nonetheless, the announcement of a ceasefire is a bold decision by both parties and could represent a step toward a peace process.

Since the Taliban’s ouster from Kabul in 2001 and its emergence as an insurgent force over subsequent years, neither it nor the Afghan government has declared such an extensive halt to offensive operations. Fighting has usually slowed during past Eid holidays, but has never stopped altogether. In recent years, the Taliban leadership has instructed fighters to minimise violence during Eid to allow for religious celebrations; its media arm has tended to avoid publicising attacks during the holiday given popular sentiment that it ought to be a time of peace. This week’s ceasefire could thus be viewed as an expansion of the usual Eid détente.

Still, the Afghan government’s and the Taliban leadership’s formal ceasefire declarations are without parallel. President Ghani’s overture met with widespread international support. Crisis Group’s soundings of insurgent sentiment suggest the Taliban did not take lightly the decision about how to respond. Some leaders worried that a positive response would play badly among field commanders and rank and file, many of whom feel the Taliban is on the front foot and should not offer concessions. Conversely, other leaders reportedly fretted about the implications of not offering reciprocal steps. That the Taliban had remained silent after Ghani’s offer of peace talks in February 2018 increased pressure on the movement to respond positively this time.

Much is at stake, and not only because the ceasefire comes amid a fighting season that appeared set to lead to the country’s most violent year since 2001. The coming days will be critical. Commanders on both sides profit enormously from the war economy, and many fighters hold personal grudges against their opponents. Whether – and to what extent – various factions on the ground will comply with the truce remains to be seen. A significant number will likely be tempted to break it.

This week could prove an important trust-building exercise that contributes to future peace-making.

But if the respective leaderships can enforce the ceasefire, this week could prove an important trust-building exercise that contributes to future peace-making. The Taliban has engaged in persistent combat since its formal birth in 1994; getting off that war footing, even briefly, would represent a departure. Perhaps as important, the ceasefire provides an opportunity for the Taliban leadership to prove that it can control insurgent commanders and units across the country, thus cementing its role as the main partner in future negotiations. Taliban leaders also have promised to release prisoners and allow families safe passage to visit relatives on opposite sides of the battle lines. Delivering on those pledges would be an important and welcome signal.

Afghans, thirsty for peace after generations of war, largely have cheered the ceasefire, albeit as a small first step. Indeed, the announcement of the truce prompted celebration, particularly in the capital Kabul and on social media. Over recent months, hundreds of Afghan youths have mounted street demonstrations accusing both the government and the Taliban of lacking the willpower to make peace. They deserve this moment of hope, and, more than that, they deserve to see both sides finally take on the challenge of breaking a decades-long cycle of violence.