icon caret Arrow Down Arrow Left Arrow Right Arrow Up Line Camera icon set icon set Ellipsis icon set Facebook Favorite Globe Hamburger List Mail Map Marker Map Microphone Minus PDF Play Print RSS Search Share Trash Crisiswatch Alerts and Trends Box - 1080/761 Copy Twitter Video Camera  copyview Whatsapp Youtube
له بېړنيو مرستو هاخوا : د افغانستان بشري ناورين مخنيوی
له بېړنيو مرستو هاخوا : د افغانستان بشري ناورين مخنيوی
Women wait in line during a World Food Program food distribution on the outskirts of Kabul on November 6, 2021. Hector RETAMAL / AFP
Report 317 / Asia

له بېړنيو مرستو هاخوا : د افغانستان بشري ناورين مخنيوی

په اګست کې د طالبانو واک ته راتلو وروسته نړيوال بسپنه ورکونکو بېړني مرستو پرته نورې ټولې مرستې ودرولې. د څو مياشتو په تيريدلو حکومت په نړيدو دی او د يو لوی بشري ناورين اټکل کيږي. بسپنه ورکونکي بايد له دولت سره لاس په کار شي ترڅو عامه خدمات وړاندي او د ولسي خلکو ګړاوونه راکم کړي

اساسي موندني

 څه نوي دي؟ افغان دولت په داسې حال کې د سقوط پر څنډو ولاړ دی، چې نړۍ د طالبانو واک ته رسېدو ته د دولتي شتمنیو په کنګل کولو، د مرستو کمولو او یوازې د بشري موخو لپاره د محدودو بندیزونو په لري کولو سره ځواب ورکړ. دولتي کارکوونکي معاشونه نه لري، لومړني خدمات نه وړاندې کیږي او مالي سکتور فلج شوی دی. اقتصاد د پرځېدو په حال کې دی.

 ولې دا اړینه ده؟ اقتصادي اختناق د طالبانو په چلند کې د بدلون راوستلو توان نه لري، خو د هیواد بې وزله وګړي به لا زیانمن کړي. د هیواد څخه د تیښتې ډیریدونکی شمیر کولای شي د کډوالۍ یو بل بحران رامینځته کړي. همدارنګه، د دولت سقوط به د هغو لویدیځو هیوادونو اعتبار ته لا زیان ورسوي چې جنجالي وتلو یې انځور لا تر دې دمخه پېکه کړی دی.

څه باید وشي؟ بسپنه ورکوونکي د بشردوستانه مرستو په لیږلو موافق دي، مګر یوازي بیړنۍ مرستې بسنه نه کوي. که دوی غواړي چې په افغانستان کې د دولت له ناکامۍ او ډله­ییزې قحطۍ څخه مخنیوی وکړي، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره یې جګړه کړي ده باید پریکړه وکړي چې له دولتي بنسټونو سره مرسته وکړي، تر څو روغتیایي خدمتونه، د زده کړو او مالي سیسټمونه لومړني خدمات وړاندي کړي.

لنډیز

 د نړۍ د تر ټولو خونړۍ جګړې پایته رسېدو لا هم د افغانانو کړاونه نه دي ختم کړي؛ برعکس د طالبانو له خوا د هیواد تر نیولو وروسته داسي ښکاري‌ چې لوږه او بې وزلۍ به د تیرو دوو لسیزو د ټولو بمونو او ګولیو په پرتله ډیر افغانان ووژني. د ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ د تر ټولو ستر بشري ناورین په لور روان دی او افغان دولت د بشپړ ړنګېدو په حال کې دی. رښتیا هم چې د ځینو مخ په زیاتیدونکو بدبختیو مخه نشي نیول کیدی: کله چې جګړه یز اقتصاد وپاشل شي، سمونونه تل ستونزمن وي، خصوصا کله چې د ۲۰۲۱ کال په څېر فصلونه هم ناکام وي. طالبان د پرمختللي اقتصاد د پرمخ وړلو په پرتله په جګړه کې له شک پرته ښه ځلېدلي دي او واک ته له رسېدو وروسته په دې برخه کې د همکارۍ لپاره هم چمتو نه برېښي. مګر د بسپنه ورکوونکو دا پریکړه چې د بېړنیو مرستو پرته یې ټولي مرستي بندي کړي دي، د ناورين تر ټولو لوی لامل دی. نړیوال سیاسي لوبغاړي باید دغه برخلیک ټاکونکي پرېکړي ته بیا کتنه وکړي او د مهمو عامه خدماتو په بیا رغولو کې له طالبانو سره د کار کولو لارې چارې ومومي، تر څو د داسې ناورین مخه ونیسي چې پړه به یې ډېره د دوی پر غاړه وي.

د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې د ستر اقتصادي ټکان رامنځته کېدل د بسپنه ورکوونکو د تګلارو پایله ده، ځکه لومړی یې له ۲۰۰۱ کال را وروسته داسي دولت جوړ کړ چې په پراخه کچه په مرستو باندي متکي و او  د اګست په ۱۵ د طالبانو له واک ته رسېدو څخه وروسته یې په ناڅاپي توګه دا مرستي کمي کړې. د متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکي، د دولت کابو ټول فعالیتونه د مرستو په پیسو ولاړ وو. د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، د افغانستان سیاسي نظام نسکور شو او طالبان کابل ته ننوتل. له دې سره جوخت، بسپنه ورکوونکو د طالبانو له نوي رژیم سره مستقیمه همکارۍ بنده کړه، او هغه بودیجه یې ودروله  چې د ملکي کارکوونکو معاشونه او د دولتي بنسټونو نور لګښتونه به یې ورکول. دوی د افغانستان دولتي شتمنۍ هم کنګل کړې او اجازه یې ورکړه چې پر طالبانو پخواني بندیزونه هم پاتي شي چې اوس عملاً دا بندیزونه په افغان دولت د بندیزونو په معنی دی.

اوسمهال بسپنه ورکوونکي بشري مرستي چمتو کوي، مګر دا محدودي بیړنۍ مرستې د بشري او اقتصادي بحرانونو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي. د انسانانو د مرګ کچه زیاته ده، په سلګونه زره یا تر هغه ډېر مرګونه او محرومیتونه د ژمي په رارسېدو سره له ورایه ښکاري. دا ورانی د لویدیز له سیاست سره رامنځته شوی دی: بسپنه ورکوونکو د منزوي کولو تګلاره غوره کړې ده، فکر کوي چې د طالبانو رژیم ته د مرستو د پیسو د ورکړي په اړه به د خبرونو سرلیکونه د رایه ورکونکو له منفي غبرګون سره مخ شي. تر دې دمه، متحده ایالاتو پریکړه کړې چې، د نجونو د زده کړي په شمول، پر یوه داسې برنامه به هم روپۍ مصرف نه کړي چې له نوي حکومت سره له مادي اړخه مرسته کوي. حقیقت دادی چې که چېرته  بسپنه ورکوونکو متفاوتي پرېکړي کړي وای، د افغانستان د روان ناورین  د ډیری برخي مخه نیول کېدای شوای.

د طالبانو د بریاليتوب د مخنیوي لپاره دلایل شته: غربي حکومتونه ښايي غواړي چې په زور سره د طالبانو واک ته د رسېدو له امله دوی ته سزا ورکړي. امریکا او نورو هېوادونو په تېرو څو کلونو کې طالبانو ته په مکرر ډول خبرداری ورکړی و، چې د سیاسي جوړجاړي پر ځای له پوځي لارو واک ترلاسه کول به دوی د منابعو له کمښت سره مخ او یو منزوي رژیم وګرځوي. طالبانو د میلیونونو زیانمنونکو خلکو خاوره نیولي، خو بډایه هېوادونه له دې امله ناراحته دي چې دوی رژیم ته بډي ورکوي. وروسته له دې چې په افغانستان کې د لسیزو پانګونې له خاورو سره خاوري‌ شوې او د طالبانو د واکمنۍ په اړه د بې کفایتۍ نښې له ورایه لېدل کېږي، بسپنه ورکوونکي شاید دې پایلې ته رسېدلي وي چې ښه دا ده، چې د دوی پیسې په بل ځای کې مصرف شي. د بیلګې په توګه، له هغو ګاونډیو هېوادونو سره په مرسته کولو مصرف شي چې ډېری کډوال ور په تېښته دي. سربېره پر دې، ددې ناورین مسؤلیت تر ډېره طالبانو ته هم ورګرځي، ځکه دوی و نشو کولای چې هغه اړین ګامونه واخلي چې د بسپنه ورکونکو لپاره مهم دي. له دې جملې څخه د ټولشموله حکومت جوړول، او نجونو ته د تعلیم د حق په شمول نورو بشري حقونو ته احترام شامل دي. که چېرته دوی دې برخي ته پام کړی وای کېدای شي چې بسپنه ورکوونکو هم له دوی سره ګډ کار ته زړه ښه کړی وای.

البته د طالبانو له حکومت سره ددې شرایطو په رڼا کې د نه تعامل دریځ د هغو بدو او ظالمانه پایلو منلو ته اړتیا لري چې اوس هم محسوسي دي، لکه مخ په زیاتېدونکی قحطۍ، د کډوالۍ بحران، د ترورېزم ګواښونه او د مخدرو توکو د تولید زیاتوالی. په داسې حال کې چې طالبان له خپلي بریا وروسته خوندي او د آرامۍ احساس کوي او د یوه مخفي اقتصاد په کنترول کې دي، د روان ټولنیز انحطاط بار تر ټولو ډېر په ښځو او د ټولنې په نورو زیان منونکو ډلو دی. داسي ښکاري چې طالبان به د پام وړ راتلونکي مودې لپاره د هر ډول فشارونو د زغملو توان ولري، خو په عین حال کې به ددې درد احساس تر ټولو زیات عامو وګړو ته ورسېږي.

یوه ښه لاره داده چې له دولتي دستګاه سره کار وشي، ترڅو خپلي اساسي دندې پرمخ بوځي. ځینې ​​​​حل لاري وړیا، یا ارزانه دي، او د څو ورځو په اوږدو کې پلي کیدی شي، خو د هغو سیاسي لګښتونه د پام وړ دي، ځکه چې د دوی پلي کول بیا دا معنی لري چې د ترهګرو په نوملړ کې یاد شوي خلک اوس د افغانستان ځینې وزارتونه کنټرولوي. البته اوس هم د افغانستان د ملکي خدمتونو د منځنیو رتبو ډیری چارواکي په خپلو دندو پاتي دي او د بسپنه ورکوونکو په مرسته به وکولای شي چې په چټکۍ  سره کار پیل کړي.لاندې ټکي کولی شي په افغانستان اقتصادي محدودیتونه، او له هغو څخه ریښه اخیستي کړاوونه، کم کړي

  • نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق او نور نړیوال مالي بنسټونه باید د اړینو خدماتو د دوام لپاره له افغانستان سره بېرته کار پیل کړي. یو ښه پیل به د نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو نا مصرف شوي بودیجې په کار اچول وي.
     
  •  د روغتیایي پاملرنې تمویل یوه بې جنجاله برخه ده ځکه چې پلي کونکي ادارې یې د افغان دولت برخه نه دي - مګر بیا هم روغتیایي پروګرامونه په یوازي ډول پر مخ نشي تللای. بسپنه ورکوونکي باید د زده کړو، خوراکي خوندیتوب، بنسټیزو زیربناوو او د کلیوالي معیشت لپاره د مرستې پراخ پروګرامونه بیا پیل کړي. د همدې پلي کولو لپاره ښايي دوی باید ډیری وخت له طالب چارواکو سره کار وکړي او د ځینو ملکي کارمندانو معاشونه ورکړي.
     
  • د کلونو اوږده بندیزونه چې موخه یې د عامه سکتور د ماتولو او د اقتصاد د ټکني کولو پر ځای د طالبانو د جګړې کمزوری کول وو (چې دوی یې په ترسره کولو کې پاتې راغلل)، خو ناوړه اغېزي یې اوس د اقتصادي ناورین په رامنځته کېدو کې محسوس دی. متحده ایالات، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نور بندیز لګوونکي ادارې باید خپل بندیزونه تعدیل او یا په روښانه توګه تشریح کړي، ترڅو ټول افغان حکومت یا ټول اقتصاد په نښه نه کړي. د پرمختیایي مرستو، بانکي راکړې ورکړې، د الوتنو فیس، د بریښنا پیرود او د منظمو سوداګریزو توکو فعالیتونو لپاره معافیت ته اړتیا ده.
     
  • د متحده ایالاتو حکومت او متحدین یې باید د افغاني اسعارو بازارونو ته د نغدو پیسو د داخلولو لارې چارې ولټوي. تر ټولو ښه به دا وي چې واشنګټن د افغانستان مرکزي بانک (دا افغانستان بانک) ته د کنګل شوي زیرمو د تدریجي بیرته راګرځولو په لړ کې ګام پورته کړي او لومړنی قسط  به په ازمایښتي ډول د بدو پایلو د مخنیوي لپاره ازاد کړي. دا ګام به مرکزي بانک ته اجازه ورکړي چې د افغانستان اسعار تنظیم کړي او د امریکایي ډالرو لیلامونه ترسره کړي. که د بایډن اداره دې ته چمتو نه وي نو د نړیوال بانک یا د ملګرو ملتونو ادارې تر څارني لاندي د اسعارو تبادله ممکن د لنډ مهاله حل په توګه کار وکړي.
     
  • لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه د محدودیتونو نرمول به د زیاتېدونکي بحران چټکتیا کمه کړي، خو بیا هم افغانستان به بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري. تمه کیږي چې د مرستي لپاره د ملګرو ملتونو راتلونکی غوښتنه به په نړۍ کې د مرستي لپاره ترټولو لویه غوښتنه وي. لویدیځ تمویلونکي باید د بشري غوښتنو تمویل تر څنګ د افغان دولت د ملاتړ لپاره هم ګامونه پورته کړي او ددې پر ځای چې په یو وار ټولې مرستې ودروي، په تدریجي ډول په مرستو کې کمښت راولي.

هیڅوک باید دا فکر ونکړي چې کابل به یو‌ځل بیا د تېرو دو لسیېزو په څېر د بې سارو مرستو دورې ته ستون شي. بسپنه ورکوونکی به په هیڅ حالت کې په هغه کچه پیسې مصرف نه کړي. خو بیا هم، هیڅ دولت نشي کولای د ۴۳ سلنې ناڅاپي کورني ناخالص تولید له ضایع کېدو وروسته نفوس د هغه له جدي ‌اغېز څخه وژغوري.  بسپنه ورکوونکي باید نور تدریجي ګامونه پورته کړي چې افغانستان د ملیاردونو ډالرو د مرستې له تمویل څخه چې د دولت ډیری اړخونه یې تمویلول، وژغوري. دا کار به د بشري ناورین ژوروالی راکم کړي او د افغانستان د ملکي مسلکي وګړو ته به د بیارغونې په برخه کې د خدمت فرصت په لاسه ورکړي. د تودوخې د درجې په راټیټیدو او د واورو په اورېدو سره، د ژمي په اوږدو کې د میلیونونو افغانانو برخلیک د خپل دولت په بقا‌ء پورې تړلی دی.

لندن/ واشنګټن، ۶ ډسمبر ۲۰۲۱