A Taliban fighter stands guard outside the Shah-e Doh Shamshira Mosque, on the first day of Eid al-Adha, in Kabul, Afghanistan, July 9, 2022. REUTERS/Ali Khara
Report / Asia 20+ minutes

د طالبانو په افغانستان کې امنیتي ننګونې

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته جګړه د پام وړ کمه شوې ده. خو د بهرني وسلوالو په شمول جدي امنیتي ستونزې لا هم دا هېواد کړوي. بهرني لوبغاړي باید پر نویو چارواکو فشار وارد کړي ترڅو خپلو ژمنو ته پابند پاته شي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې په لویه کچه تاوتریخوالي ته لاره هواروي.

  • Share
  • Save
  • Print
  • Download PDF Full Report

اساسي موندنې

څه نوي دي؟ د نړۍ تر ټولو مرګوني جګړه په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په یو مشوش ارام بدله شوه. د تاوتریخوالی کچه خورا ټیټه ده، مګر د لوړیدو په حال کې ده، ځکه چې طالبان د دوه یاغي ډلو سره په مبارزه بوخت دي. خو د بهرنیانو لپاره تر ټولو ستره اندیښنه دا ده چې طالبان بهرني اورپکو ته ځای ورکوي، لکه د القاعدې وژل شوی مشر ایمن الظواهري.

ولې دا اړینه ده؟ که څه هم له دغو ننګونو څخه یو هم د طالبانو د واکمني لپاره په نيږدي راتلونکي کې کوم حیاتي ګواښ نه دی، مګر بالفعل چارواکي ددې په حل کې پاته راغلي. په ځینو مواردو کې دوی له هغو تند تکتیکو لاس اخيستی چې محلي ولسونه یې بیګانه کول. د نړیوال جهادي ډلو په سمبالولو کې دوی قناعت بخش ګامونه نه دي اخيستي - بلخصوص د ګاونډیو هیوادونو لپاره کوم چې د اورپکو بریدونو څخه کړيږي.

څه باید وشي؟ د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره، بهرني لورې باید په تیر نقش قدم لکه د نیابتي ډلو څخه ملاتړ او یا هم په دوامداره توګه خپل دښمن د هواه له لاري نښه کولو څخه ډډه وکړي، ولې دا ګامونه نه شي کولی امنیت کې ښه والی راولي. طالبانو سره محتاط تعامل که څه هم د خوښې وړ به نه وي خو ښايي د ناخوښو غوراويو څخه ترټولو غوره لار وي.

لنډیز

د طالبانو بریا افغانستان ته یو داسې ناشنا کراري راوستله چې د ۲۰۲۱ کال اواخرو کې د افغانستان په اکثره برخه د تاوتریخوالي کچه ډېره کمه شوه. خو ښايي چې هر څه ګل و ګلزار نه وي. طالبان له دوو یاغي ډلو سره په جګړه بوخت دي - یوه د اسلامي دولت ځايي څانګه (داعش-خراسان) او بله د ملي مقاومت جبهې (جبهه مقاومت) په شمول هغه ډلې چې تیر نظام سره همنظره وې. خو د نړیولو لپاره تر ټولو ستره اندیښنه د هغو بهرنیو اورپکو ډلو شتون دی چې په تیر کې یې طالبانو باندې د پټنځای لپاره تکیه کوله، لکه په کابل کې چې په ۳۱ جولاي ډرون برید کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژنې برملا کړ. خو بیا هم بهرنیان باید د نیابتي جګړو یا د پر له پسې ډرون بریدونو ته ورونګرځي. ددې پرځای باید دوی طالبانو ته د خپلو امنیتي ژمنو پلي کولو باندې ټنګار وکړي، او که څه هم بنیادي بې باوري وجود لري، د محرم موضوعاتو په برخه کې محتاطو همکاریو وړاندیز ورته وشي. تر هغه ځایه چې طالبانو پورې اړه لري، چون دوی د افغانستان سرتاسري امنیت مسئولیت په غاړه لري، دوی باید خپل ځواکونه مسلکي کړي، ډلییز مجازات ورکولو څخه ډډه وکړي، او د تیر پرځول شوي حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو ته چې کومه عفوه شوې هغه عملي کړي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د امنیتي وضعیت رابرسیره شوی انځور د تیر یو کال په پرتله یو سوله ایز هیواد څرګندوي. البته که چیرې هغه ساحې چې تاوریخوالی پکې وجود لري په مؤثر ډول مدیریت نه شي، د عمومي امنیت لپاره به په یو ستر ګواښ بدل شي. د نوي انځور یوه مهمه ځانګړنه د طالبانو د خپل ځواک بدلیدونکی حالت دی، لکه په ښکاره ډول چې دوی اوس د هیواد په اکثره سیمو کې ددوی د امنیتي چارواکو شتون ډیر بې پروا او سرسري دی. که څه هم له لویو لارو او عام سرکونو په سلهاوو پوستې لیرې شوي، ولې داسې ښکاري چې طالبان یو خو دومره امنیتي ځواک نه لري چې دا ټولې پوستې وساتي، او بل دا چې د کلیو څخه دوی داسي کوم خاص ګواښ هم نه محسوسوي ولې چې د لسیزو جنګونو په جریان کې همدا کلي ددوی خپلو جنګیالیو کوربه وو. په ورته وخت کې دوی تر اوسه د ښارونو او د شمال هغه برخې چې دوی پکې ملاتړ نه لري، د امنیتي رول سره نه دي بلد شوي. په داسې حال کې چې دوی اوس هم پخپله کابل کې ځای پر ځای کیږي او د راتلونکي لپاره پلان جوړوي، طالبانو د یو لوی امنیتي اډانې لپاره ستر پلانونه اعلان کړي، خو ددغو ځواکونو د جوړولو هڅې لا تر اوسه په لومړیو پړاوونو کې دي او دا چاره شاید ډیر کلونو ته اړتیا ولري.

په ورته وخت کې طالبان لږ تر لږه له دوو کوچنیو بغاوتونو سره هم مخ دي. په ختیځ او د شمال په ځینو برخو کې دوی داعش-خراسان سره په جنګ اخته دي. په شمال کې همهاله دوی د پخوانیو اردو، پولیس او استخباراتو غړو سره هم جګړه کوي کوم چې دوی د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې مات کړل. په ختیځ کې د داعش-خراسان په وړاندې بې رحمانه کمپاین د هغو وړتیا کمه کړې ده، خو دغې ډلې خپله عملیاتي ساحه او د تاکتیکونو بدلول پیل کړي - حتی د افغانستان منځنۍ اسیا ګاونډي هیوادونو باندې د پولې له ها خوا بریدونه کوي، احتمالا ددې په پار چې د طالبانو له انګړ څخه هم د عملیاتو ترسره کولو وړتیا ښکاره کړي. په ورته وخت کې د شمالي یاغیانو تر ټولو لویه ډله، جبهه مقاومت، سره له دې یا شاید له همدې امله قوت پیدا کوي چې طالبانو ددوی پر ضد تند اقدامات پیل کړي.

داسې مهال چې دوی له دې ننګونو سره مخ دي، طالبانو په ورته وخت (خو په نسبتا پټ ډول) داسې محدود ګامونه اخيستل هم پیل کړي چې د هغو بهرنيو اورپکو ډلو مخنیوی وکړي کوم چې تر دامهال غیر فعال مګر خطرناک دي. ددې له جملې القاعده او نورې هغه جهادي ډلې دي چې سیمه ییز یا نړیوال اهداف لري، او د څو لسیزو راهیسې یې طالبانو سره پټنځای موندلی. له دې ډلو سره د طالبانو د داسې چلند موخه ښايي دا وي چې د هغوی مخه په داسې شکل ونیسي چې دوی د خپل نوي حکومت پر ضد هم ونه پاروي. داسې برېښي چې د یو داسې باريک توازن ساتنه په تاوان بدله شوي وي او کیدای شي چې دوام ورکول يې ناشوني وي خصوصا له دې وروسته چې د امریکایي ډرون برید کې الظواهري ووژل شو. د هغه وژنه د طالبانو متضاد هیلې نورې هم څرګندوي چې له یو خوا غواړي د نړیوال جهادي ډلو کوربتوب وکړي کوم چې په اصولو کې د نړیوال نظام پرځول غواړي، او له بلې خوا طالبان له همدې نظام څخه د رسمیت غوښتنه هم لري.

کله چې امنیتي ستونزه رامنځته شي، د طالبانو لومړی غبرګون په ځینو مواردو کې ستونځه نوره هم خرابه کړې ده. دوی اکثره وخت د لویو ستونځو په اړه د چورلټ انګار لاره انتخابوي، به شمول د داسې یو د نه منلو وړ ادعا چې ګواکې القاعده په افغانستان کې مطلق وجود نه لري. طالبان د سیمه ییزو پاڅونونو د کچې په اړه هم ورته انکارونه کوي، احتمالا ددې لپاره چې د خپلو مخالفینو د مطرح کولو او د جلب و جذب هڅې ورشنډې کړي، که څه هم دوی مخالفتونه په ورته وخت کې د تند او سخت تاکتیکونو په کارولو ځپي. ددې له جملې خپلسري توقیف، شکنجه، غیر قضایي وژنې او ډله ایز مجازات شامل دي، او همداراز پروفایلنګ (تعصبي چلند) هغه څه دي چې په وسیله یې د طالبانو امنیتي ځواکونه بسته توکمونه، قومونه او یا هم د مذهبي ډلې ددې لپاره په نښه کوي چې ګواکې د هغو ځينې افراد د پاڅونوالو سره خواخوږي لري او یا هم د طالبانو ضد کرکه پاروي.

طالبان پخپله په دې پوهیږي چې دا تند تاکتیکونه اکثره ددې لامل شوي چې افغانان د طالبانو د مخالفینو ملاتړ ته وهڅول شي، نو ځکه چارواکي د امنیت په برخه کې نورې نرمې لارې چارې تجربه کوي. په ځینو مواردو کې دوی خپل امنیتي پرسونل بدلوي ترڅو د دوی سرتیري په سیمه ایزو شخړو کې ښکیل نه شي، او د بندیانو د خوشې کولو وړاندیز هم په دې شرط کوي چې قومي مشران یې د ښه چلند تضمین وکړي. دوی د وسلو راټولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي، په شمول د یو بې ساري "کور په کور تلاشي" پروسه چې وسلې او نور توکې ضبط کړي - دا افراطي ګامو دی مګر د پاڅونونو-ضد نورو تاکتیکونو په پرتله کوم چې افغانانو په تیرو لسیزو کې زغملي نسبتاْ په بربریت کې کمتر دې. دوی همداراز د دیني عالمانو سافټ پاور (نرم ځواک) څخه هم استفاده کوي ترڅو ټول هیواد قانع کړي چې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې مقاومت څخه ډډه وکړي. خو ښایي تر ټولو مهمه دا وي چې طالبان د عمومي عفوې پلی کولو باندې، د هغه خلکو لپاره چې له جګړې یې ډډه کړې، ټينګار کوي. دوی همداراز زړو حریفانو، به شمول د تېر امنیت ځواکونو باندي غږ کوي چې د هیواد په بیارغونې کې ونډه واخلي.

که څه هم دې نوښتونو لا تر اوسه د طالبانو ضد د تاوتریخوالي مخه په مکمل ډول نه ده نیولې، او دا کواښونه د نوي رژیم د بقا لپاره حیاتي خطر هم نه شي ګڼل کیدلی، خو د طالبانو له اند پوښتنه دا ده چې دوی به څنګه وتوانیدلی شي دا حالات د لا خرابیدو خوا ته سوق نکړي. ډیری راتلونکي سناریوګانې شته چې شاید ثبات ته جدي خطرونه پیښ کړي لکه په خپله د طالبانو د غورځنګ پاشېدل; د مسلح مخالفو ډلو یو ځای کیدل; او یا هم د طالبانو له خوا د جهادي اورپکو د کنټرول هڅو په وړاندې پاڅون. خو د اوس لپاره داسې یو تحول ناشونی بریښي. بل خطر په دې کې هم شته چې د سیمې هیوادونه او یا لویدیځ قدرتونه نیابتي جنګیالي په وسلو سمبال کړي، یا هم لویدیځ هیوادنه بیا هوایي بریدونو ته مخ کړي او یا هم د بهرني اورپکو په ضد د افغانستان په خاوره کې خدسري اقدامات وکړي، چې دا کولی شي نور نه اټکل شوي اغیزې ولري. داسې ښکاري ددا ډول چلند امکانات په کابل کې د القاعدې د مشر له موندلو وروسته زیات شوي وي. د ډیرو بهرنیو حکومتونو په نظر، د الظواهري شتون د نړیوالو اورپکو د کنټرول په برخه کې د طالبانو وړتیا یا لیوالتیا باندې یو اوږد سیوری غوړولی. حقیقت دا دی چې نړۍ د هغو جهادیانو په وړاندې چې (لږ تر لږه د اوس لپاره) له طالبانو سره اړیکې لري، د نوي افغان چارواکو د بې پروا چلند څخه اندیښمن دي.

خو بیا هم، د بهرنیو قدرتونو لومړیتوب باید دا وي چې افغانستان د لا زیات بې ثباتي په لور روان نه شي. متحده ایالاتو او ملګرو یې روښانه کړې چې دوی به په نورو هیوادونو کې د بې پیلوټه الوتکو یا هډو څخه په استفاده په اهدافو "له افق څخه" برید کولو وړتیا ځان سره وساتي. د القاعدې پر مشر بریالی برید یو پراخه ستراتیژۍ نه شي کیدلای: ولې په اورپکو ډلو بمبارۍ زیاتول دوی له منځه نه وړي. او نه هم باید بهرني دولتونه د افغانستان امنیتي مسائل د ناکامه تجربو، لکه نیابتي جګړو، په تکرارولو نور هم حساس کړي. بعیده ده چې د طالب ضد مسلح ډلې دې متحده شي او د کابل په نیولو دې په یوې داخلي جګړې کې بري شي، که څه هم خارجی مرستې ورسره مل وي. بې له شکه چې له داسې تکتیکونو کار اخيستل - لکه د ډرون بریدونه زیاتول او یا هم د طالبانو مخالفینو ملاتړ - به بدې پایلې ولري، لکه د ملکیانو وژنه او د غرب په ضد نور هم احساسات راپارول. دا همداراز کولای شي د لویدیځو حکومتونو او د بالفعل چارواکو (طالبانو) ترمینځ تشنج زیات کړي، چې احتمالا همکاریو مخنیوی به وکړي، طالبان به نور هم د جهادیانو غیږ ته ورټیل وهی او یا به هم د طالبانو غړي د داعش-خراسان سره یوځای کیدلو ته وهڅوي.

غوره لاره به دا وي چې طالبان په خپلو ژمنو باندي ودرول شي، چې په هغې کې د نړیوال جهادي ډلو مخنیوی هم شامله ده، او په بدل کې ورسره په امنیتي موضوعاتو کې محدود کومک وشي. ښايي لويديځ به له طالبانو سره امنيتي همکاریو په اړه لیوالتیا ونه ښایي، خو د همغږي فرصتونه شتون لري: لکه طالبانو سره د وسلو د قاچاق مخنیوي په برخه کې مرسته او د وسلو ذخیرې خوندیکول. که نړۍ وغواړي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه لا مسلکي چلند وکړي، بسپنه ورکوونکي کولای شي داسې پروګرامونه پراخ کړي چې موخه یې طالبانو ته د هغوی د قانوني مکلفیتونو په اړه پوهه ورکول وي، چې پولیسي دنده ترسره کول هم د هغې یوه برخه ده. د پولو ښه مدیریت په برخه کې هم نړیوالې همکاریو ته اړتیا شته چې دا کار د ټولو اړخونو لپاره ګټمن دی. په پراخه کچه د ځمکنیو ماینونو او ناچاودیدونکو توکو پاکول کیدای شي طالبان او بهرنیان دواړه یو بل سره همکار کړي. دا ګامونه په طالبانو اعتماد کولو ته اړتیا هم نه لري. برعکس، دا دقیقا هغه څه دي چې باید ډیره پاملرنه ورته وشي ولې نړۍ په طالبانو بې باوره ده چې هغوی به ددې توانایي ونلري چې افغانانو ته امنیت تضمين کړي او یا نورو هیوادونه ته د ناامني غځیدو مخنیوی وکړي.

خو بیا هم طالبان هغه څوک دي چې اوسمهال د هیواد د امنیت اصلي مسؤلیت په غاړه لري، او هرڅومره چې دوی وتوانیږي دا بار په مسؤل ډول پورته کړي، دا به همدومره د ټولو اړوند اندیښنه لرونکو اړخونو لپاره ښه وي - که هغه افغان ولس دی، که بهرني لوبغاړي او که پخپله طالبان. د افغانستان د بالفعل چارواکو په توګه، دوی دنده لري چې داسې امنیتي ځواکونه رامینځته کړي چې هغه ملکي خلکو ته د زیان رسولو یا له ولس څخه فاصله پیدا کولو پرځای د خلکو ساتنه وکړي. دوی باید خپل هغه غړي محاکمه کړي چې ناوړه چلند کوي، د هغه خلکو په شمول چې د عمومي عفوې فرمان څخه سرغړونه کوي کوم چې د پخوانیو دښمنانو سره د پخلاینې لپاره خورا مهم ګام دی. دوی باید د هغو اشخاصو د کړنو په غبرګون کې چې ددوی د حکومت په وړاندې وسله پورته کوي بسته کلي، قومونه او توکمونه په نښه نه کړي. دا ډول اقدامات به د افغانانو هغه ډار هم ختم کړي چې ګواکي هېواد به بېرته د جګړې په اور کې ډوب شي. او ممکن دا اقدامات د سولې او ثبات د بنسټیزو مسئلو په اړه د طالبانو او بهرنیو حکومتونو ترمنځ د عملي همکارۍ په لور د یو اوږد او ستونزمن سفر پیلامه هم شي.

Subscribe to Crisis Group’s Email Updates

Receive the best source of conflict analysis right in your inbox.