د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پاليسي
د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پاليسي
Speech / Asia 19 minutes

د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پاليسي

 

په دې ليکلې وينا کې چې د سپټمبر په ۱۹مې يې د متحده ايالاتو د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کمېټې ته کړې، د کړکېچ نړيوالې ډلې د اسيا څانګې د پروګرام رئيسه، لوريل ميلر، له طالبانو سره د سولې تړون کولو په موخه د ټرمپ د ادارې هڅې، او د دغسې تړون بالقوه خطرونه او ګټې ارزوي.

  • Share
  • Save
  • Print
  • Download PDF Full Report

د کمېټې رئيس اينګل، لوړپوړي غړي مک کول او درنو غړو، سهار په خير. ډېره مننه چې زه مو د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې د پاليسۍ اړوند دغې مهمې استماعيه ناستې ته د وينا کولو له پاره راوبللم. له ما غوښتل شوي چې له طالبانو سره د سولې تړون کولو او د افغانستان د حکومت او طالبانو تر مينځ د پخلاينې د تسهيل په موخه د ټرمپ د ادارې هلې ځلې وارزوم. له ما څخه دا هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې د سولې د راتلونکې او له طالبانو سره د تړون بالقوه خطرونه او ګټې په ګوته کړم.

پيل به پر هغو پاليسي انتخابونو له لنډې رڼا اچولو وکړم چې د افغانستان په اړه واقعاً له متحدو ايالتونو سره شته يا نه شته. بيا به دغې شخړې ته د خبرو اترو له لارې د هواري موندلو په اړه د دغې ادارې له خوا غوره شوې تګلاره او د پايښت وړ سولې د رامينځ ته کولو له پلوه د دغې تګلارې پر وړاندې پراته احتمالات وارزوم. په پای کې به پر خپلې دغې سپارښتنې رڼا واچوم چې د خبرو اترو هغه روان بهير چې تېره اوونۍ د ولسمشر ټرمپ له لوري "مړ" اعلان شو، بايد څومره چې ژر ممکن وي، هومره ژر راژوندی شي. د ياد بهير له برکته د اتو مياشتو خبرو اترو په اوږدو کې د متحده ايالاتو او طالبانو د تړون مسوده چمتو شوې وه او د دواړو لوريو د مرکچيانو په وينا دې ته چمتو وه چې د ولسمشر ټرمپ له خوا له وروستۍ هوکړې وروسته لاسليک شي.  

د افغانستان په اړه له متحدو ايالاتو سره کوم انتخابونه شته؟

متحده ايالات د افغانستان په اړه د پالېسۍ له پلوه درې بنسټيزې لارې لري:

لومړی، متحده ايالات په نږدې وخت کې د ټولو امريکايي ځواکونو د اېستلو پلان جوړ او عملي کړي. د ناټو نور ځواکونه به طبعاً په همدغې مودې کې وځي. د امريکا له پوځي شتون پرته به په کابل کې د متحده ايالاتو د سفارت پايښت له پوښتنې سره مخ وي، په ځانګړې توګه چې دغه سفارت د تخليې له پاره چې يوازې د هوا له لارې ممکنه ده، پر پوځ متکي دی. د ترهګرۍ ضد هر ډول امريکايي عمليات به په دې صورت کې له افغانستان څخه بهر موقعيتونو يا د دغه هيواد د ننه نيابتي ځواکونو له لارې تر سره کيږي.

شخړه به د متحده ايالاتو له مستقيم دخالت پرته روانه وي. پرته له شکه به د متحده ايالاتو له وتلو وروسته ياده شخړه په زيات احتمال شديده او لا ګډه وډه شي. سربېره پر دې، د دې قوي احتمال هم شته چې طالب-ضد سياسي او امنيتي عناصر ووېشل شي، په ځانګړې توګه که د متحدو ايالاتو مالي ملاتړ او ديپلوماتيک موجوديت کم شي. د دغې ماتېدنې چټکتيا به په دې پورې اړه ولري چې تر څه وخته به د کابل حکومت د بهرنيو مرستندويانو مرسته تر لاسه کوي او د هغو د وېشلو جوګه به وي. دغه حکومت اوس مهال د خپلو کارونو او په ځانګړې توګه د خپلو امنيتي ځواکونو له پاره پر دغو مرستو شديداً متکي دی[fn] د نړيوال بانک د معلوماتو له مخې "په افغانستان کې دولتي لګښت لوړ او په نه پايېدونکې کچې کې دی. بسپنې د ټولو لګښتونو ۷۵٪ جوړوي. ټول لګښتونه خوا او شا ۱۱ ميليارده ډالر دي، په داسې حال کې چې د دولت خپل عوايد د ۲.۵ (دوه نيمو) ميلياردو ډالرو په شا او خوا کې دي." د دولتي بودجې د ننه او باندې ټولو لګښتونو تقريباً نيمايي يې امنيت ته ځانګړي شوي. 
Afghanistan: Public Expenditure Update, July 29, 2019, https://www.worldbank.org/en/country/afghanistan/publication/afghanistan-public-expenditure-update.
Hide Footnote
. که طالب-ضد جبهه په ريښتيا ووېشل شي، شخړه به هغې څو-اړخيزې کورنۍ جګړې ته په ورته کېدو شي چې د ۱۹۹۰مو کلونو له پيل څخه تر نيمايي پورې روانه وه او د طالبانو د را پورته کېدو لامل شوه.

که متحده ايالات دغه لاره غوره کړي، د دې اړتيا نه شته چې له طالبانو سره د تړون له پاره خبرې اترې وکړي، که څه هم ښايي متحده ايالات د دې له پاره يو توافق وغواړي چې د متحده ايالاتو د ځواکونو د وتلو له پاره د خوندي لارې په اړه ژمنه تر لاسه کړي. د طالبانو له لوري په دې اړه هر ډول ژمنه به چې دوی به له بهرنيو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې شکوي يا به ور سره جنګيږي، لکه هغه ژمنه چې د راپورونو له مخې په هغه تړون کې شامله وه چې د ټرمپ ادارې پرې د تېر کال په ترڅ کې خبرې اترې کولې، په داسې شرايطو کې د باور وړ نه وي چې د متحده ايالاتو پاليسي له افغانستان څخه په شکېدو بنا وي، که څه هم چې طالبان لږ تر لږه په افغانستان کې د اسلامي دولت له څانګې سره د مقابلې کولو له پاره له دې پرته خپل دلايل هم لري.

متحده ايالات کولی شي د وتلو په ترڅ کې د کابل له حکومت سره د خپل امنيتي شراکت په اړه خبرې وکړي او دغه اړيکه يوازې له تمويل او نور مادي ملاتړ پورې داسې محدوده کړي او دومره او په داسې طريقه يې وړاندې کړي چې په دغه هيواد کې نظامي شتون نه ايجابوي. خو که متحده ايالات پرېکړه وکړي چې له افغان حکومت سره د يوه داسې بين الافغاني سولې تړون په نه شتون کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي چې په هغه کې حکومت، طالبان او د ځواک له پلوه نور اغېزناک اړخونه ونډه ولري، په دې صورت کې به بيا متحده ايالات له طالبانو سره په غليمانه دريځ کې واقع شي او په دې توګه به بيا طالبان هم دې ته چمتو نه وي چې د متحده ایالاتو د خوندي وتلو او له ترهګرۍ سره د مقابلې په اړه کومه ژمنه وکړي يا دغسې ژمنو ته متعهد پاتې شي. په بل عبارت، که وګڼو چې متحده ايالات لا هم له افغان حکومتي ځواکونو سره مرسته او ګډ کار کوي، په دغسې حالت کې به د متحده ايالاتو ځواکونه ممکن اړ شي چې د خپلو وتلو له پاره هم جنګ وکړي.

دوهم، متحده ايالات د افغان حکومت تر څنګ له طالبانو سره د جګړې، د اسلامي دولت او نورو ترهګرو ډلو پر ضد عملياتو تر سره کولو خپلې اوسنۍ تګلارې ته ادامه ورکړي او خپل ځواکونه په اوسنۍ کچې کې وساتي يا يې شمېر يو څه کم کړي. د متحده ايالاتو چارواکو ويلي چې د متحده ايالاتو او طالبانو تر مينځ مسوده تړون کې دا راغلي چې د متحده ايالاتو ځواکونه به د ۱۳۵ ورځو په مودې کې له شا او خوا ۱۴۰۰۰ څخه شا او خوا ۸۵۰۰ ته را ټيټ کړل شي (یعنې هغې اندازې ته چې د ټرمپ د حکومت په پيل کې وو)؛ مګر د ځواکونو د نورې کمونې د منل شويو شرايطو يا مودې په اړه ښکاره څه نه دي ويل شي. دا په دې دلالت کوي چې د ټرمپ د ادارې د ننه حداقل يو څه کسان په دې اند دي چې دغه ۸۵۰۰ کسان د اوسني ماموريت د دوامدار ثابت حالت ساتلو له پاره کافي دي.

'د اوسني مسير ادامه'، چې د دغې تګلارې ځانګړتيا ده، په دې معنی ده چې دغه شخړه به همدغسې بې ګټندويه خونړي حالت کې روانه وي لکه دا اوس چې ده او کومه چې له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو په ګټه تماميږي. د لوړپوړو نظاميانو په ګډون د متحده ایالاتو چارواکو له اوږدې مودې راهيسې دغه شخړه بې ګټونکي بللې او ويلي يې دي چې د هر لوري له پاره نظامي سوبه د نه منلو خبره ده[fn]د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ د مشر کېدو د تائيدي استماعيې په ترڅ کې، جنرال کينيت مکيزي د افغانستان په اړه د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو پوځونو کمېټې ته وويل: "زه په دې باور يم چې نظامي عملياتي وضعيت تر ډېره بريده بې ګټونکي حالت کې دی." سرچينه: Ellen Mitchell, “Afghanistan War at a Stalemate, Top General Tells Lawmakers,” The Hill, December 4, 2018.

د لوی درستيز د مشترک رياست غړي جنرال جوزف ډنفورډ ويلي چې داسې هېڅ "نظامي حل" نه شته چې په يوازې ځان د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کيږدي. سرچينه: Jamie Crawford, “Top U.S. Military Officer Says Taliban Are ‘Not Losing’,” CNN, November 17, 2018, https://www.cnn.com/2018/11/17/politics/joseph-dunford-taliban-afghanistan/index.html.
Hide Footnote
. د متحده ايالاتو د نظامي شتون ساتل به د بهرني اشغال په اړه د طالبانو د هغې ادعا پخلی وکړي چې د جنګياليو د جلبولو او خپل جنګ ته د مشروعيت وربخښلو له پاره يې کاروي. په بل عبارت، د اوسني مسير ادامه به د اوسني حالت د ادامې په معنیٰ وي چې پای يې نه تر سترګو کيږي. 

په ۲۰۱۸م کال کې د افغانستان جګړه په جګړې کې د مستقيماً وژل شويو تلفاتو له پلوه د نړۍ تر ټولو زياته مرګونې شخړه وه[fn]Armed Conflict Location & Event Data Project, “ACLED 2018: The Year in Review,”     https://www.acleddata.com/2019/01/11/acled-2018-the-year-in-review/.  افغانستان د داسې هیواد کېدو پر لار روان دی چې په ۲۰۱۹م کال کې هم پکې د جګړې اړوند تلفات تر ټولو لوړ وي.
   
 Uppsala Conflict Data Program, UCDP Bulletin, 2019, “Afghanistan in the First Half of 2019,” https://www.pcr.uu.se/digitalAssets/806/c_806526-l_1-k_afghanistan---ucdp-bulletin.pdf.
Hide Footnote
. دا واقعيت، سره له دې چې انساني او نور مصرف نه دی پکې پام کې نيول شوی، ښيي چې افغانانو ته دغه جګړه په څومره لوړ قيمت تماميږي[fn]د ګالوپ ادارې وروستۍ نظرپوښتنې موندلي چې: "د مخکيني کال په څېر په ۲۰۱۸م کال کې بيا هم هېڅ افغان خپل اوسنی او راتلونکی حالت دومره مثبت نه دی ارزولی چې 'ښېرازه' وبلل شي. په عين حال کې د هغو خلکو سلنه چې خپل حالت او ژوندی يې دومره ضعيف ارزولی چې 'ناوريني' بلل کيږي، په بې سابقې توګه ۸۵٪ ته لوړه شوې. دا نه يوازې د افغانانو، بلکې د ټولې نړۍ له پاره نوی ريکارډ دی. سرچينه: Steve Crabtree, “Inside Afghanistan: Nearly Nine in 10 Afghans Are Suffering,” Gallup, September 16, 2019, https://news.gallup.com/poll/266825/inside-afghanistan-nearly-nine-afghans-suffering.aspx.
Hide Footnote
. په دغو نورو مصارفو کې يو دا هم دی چې تر څو افغانستان په دغسې جګړه ايز حالت کې وي، تر هغه پورې به د پايدارې اقتصادي ودې جوګه نه وي[fn]په ۲۰۱۸م کال کې د افغانستان د ناخالص ملي عائد وده ۱٪ (د تورم له پام کې نيولو وروسته ۰.۸٪) وه. د نفوس وده يې په ۲۰۱۸م کال کې ۲.۴٪ وه.
سرچينه: World Bank, “Afghanistan Country Profile,” https://databank.worldbank.org/views/reports/reportwidget.aspx?Report_Name=CountryProfile&Id=b450fd57&tbar=y&dd=y&inf=n&zm=n&country=AFG.
Hide Footnote
 او د لوړو امنيتي لګښتونو په پار به يې پر پرمختيايي کارونو مصرف ټيټ وي. د دې تر څنګ، ان د متحده ايالاتو د مرستو له ادامې سره، سره د افغان امنيتي ځواکونو دا وړتيا چې په اوږده مهال کې خپلې وړتياوې او امکانات حفظ کړي، د ور اوښتل کيدونکو درندو تلفاتو او بشري تعويض د لوړې کچې له کبله شديداً ننګول کيږي.[fn]د سږکال په جنورۍ کې، افغان ولسمشر اشرف غني وويل چې د ۲۰۱۴م کال په وروستيو کې چې دی قدرت ته ورسېد، له هغه وخته تر اوسه ۴۵۰۰۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي. سرچينه: BBC News, 25 January 2019, https://www.bbc.com/news/world-asia-47005558.  U.S. military officials have called these losses unsustainable.  See, e.g., Idrees Ali, “Afghan Security Forces’ DeathsHide Footnote

درېيم، متحده ايالات د خبرو اترو له لارې تر لاسه شوي جوړجاړي په وسيله دغې جګړې او په افغانستان کې د متحده ايالاتو نظامي شتون ته پای ولټوي. له دوه کاله مقدماتي کار وروسته د ۲۰۱۱م کال په لومړيو کې متحده ايالاتو له هغه څه پرده پورته کړه چې د سولې د خبرو اترو د پيلولو يوه ناڅرګنده تګلاره ښکارېده؛ بيا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن اعلان وکړ چې متحده ايالات "سياسي لور ته د دغې شخړې د بيولو په موخه جدي ديپلوماتيکې هڅې پيلوي[fn] د Asia Society په وړاندې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وينا  February 18, 2011, https://2009-2017.state.gov/secretary/20092013clinton/rm/2011/02/156815.htm.Hide Footnote ." نږدې يوه لسيزه وړاندې دا جوته شوې وه چې د متحده ايالاتو او افغان ملګرو له پاره يې نظامي سوبه ممکنه نه ده. مګر سره له دې هم متحده ايالاتو تر ۲۰۱۹م کال پورې د افغانستان په اړه خپلې تګلارې کې د سياسي حل لټونې ته مرکزي ځای ور نه کړ او له هغې وروسته يې دا کار وکړ چې په ۲۰۱۷- ۲۰۱۸م کلونو کې د نظامي هڅو تشديد د شخړې په سير کې د مثبت بدلون په راوستلو کې پاتې راغی.

له پورتنيو درېو لارو څخه دا لاره يوازېنۍ لاره ده چې د دې وړتيا لري چې په افغانستان کې تاوتريخوالی کم کړي او د متحده ايالاتو پوځ د دې جوګه کړي چې په مناسبو شرايطو کې ووځي. ځکه چې په دې لارې کې د تاوتريخوالي کمونه نغښتې، او دا هغه لاره ده چې که بريالۍ شي، کولی شي په افغانستان کې د تېرو ۱۸ کلونو ټولنيزې او د اقتصادي ودې لاس ته راوړنې په ښه ډول وساتي.

مګر سره له دې هم برياليتوب تضمين نه دی. طالبان، کابل او تر يوه بريده نور ځواکمن افغان شخصيتونه په دې اړه مختلف نظر لري چې ايا د دوی شخړې ته سياسي حل را اېستل کېدی شي او که نه. د بهرنيو ملاتړو اغېز (ټول افغان لوري له بهرنيو حکومتونو سره اړيکې لري)، ان که فرض کړو چې ټول ملاتړي د هواري له پاره کار کوي، ښايي د دغو نظرونو د تعميل له پاره کافي نه وي. دې ته په کتلو به د دغې تګلارې برياليتوب ايجاب کړي چې متحده ايالات د خپل نظامي ايستون د مهال په اړه يو څه ترديد او شک ومني، که څه هم چې داخلي سياسي عوامل به ممکن د نامعلومې مودې موجوديت پر ضد ودريږي او که څه هم چې متحده ايالات کولی شي له طالبانو سره هوکړې ته له رسېدلو وروسته د خپلو څه ځواکونو په اېستلو پيل وکړي. سره له دې هم په افغانستان کې د متحده ايالاتو ښکېلتیا (نظامي شتون او مالي مرسته دواړه) د خبرو اترو د پر مخ وړنې له پلوه د متحده ايالاتو د قوت اساسي سرچينه ده. د يوې مناسبې مودې له پاره د متحده ايالاتو يو څه نظامي شتون، ان که کم شتون هم وي، کولی شي د بين الافغاني خبرو د برياليتوب احتمال زيات کړي. که چېرې متحده ايالات دې پايلې ته ورسيږي چې دغه خبرې اترې په قابل پيشبيني راتلونکې کې نه بريالۍ کيږي، کولی شي د خپل دوامدار نظامي شتون د پايښت په اړه له سره فکر وکړي.

له دغه نامعلوم حالت سره، سره دا لاره پر لومړيو دوو لارو نه يوازې له دې کبله غوره ده چې د تاوتريخوالي د کمښت سبب کيږي، بلکې له دې کبله هم چې د دغو نورو دوو لارو څخه د هېڅ يوې پر مخ هم دروازه نه بندوي. د خبرو اترو له پرمختګ او د پايلو په اړه يې له وضاحت سره، سره متحده ايالات بيا هم د تلو يا پاتې کېدو پرېکړه کولی شي.

که په لنډه توګه ووايو، له دغو انتخابونو څخه هېڅ يو يې هم د متحده ایالاتو او افغان ملګرو له پاره نظامي بريا نه راوړي؛ په لومړيو دوو انتخابونو کې هيڅ یو يې هم افغان حکومت د دې جوګه کولی نه شي چې په معلومې راتلونکې کې د طالبانو پر ضد جګړې کې پر ځان متکي شي؛ يوازې په درېيم انتخاب کې تاوتريخوالی کمېدی شي

متحده ايالات ولې طالبانو، او يوازې طالبانو، سره خبرې کوي؟

ان هغو هم چې په اصولو کې د خبرو اترو له لارې هواري ښه توب مني، ډېرو يې د ټرمپ پر ادارې له دې کبله نيوکه کړې چې ولې يې يوازې له طالبانو سره خبرې کړي، (د هغوی په اند يې) افغان حکومت له خبرو ګوښه ساتلی او په دې کې پاتې راغلی چې په وخت اوربند وکړي. دا تګلاره د متحده ايالاتو هغه ادعا بابيزه ګڼي چې له ډېر وخت راهيسې يې ويل چې د سولې بهير بايد "د افغانانو تر مشرۍ او د افغانانو تر څښتنولۍ لاندې" وي. طبعاً، د دغې ادارې تګلاره هغو افغانانو ته هم ډېره اندېښمنوونکې ده چې د طالبانو مخالف دي او داسې احساسوي چې د دوی برخليک د هغو له ښکېلتيا پرته ټاکل کيږي چې د دوی د ګټو استازيتوب کوي او هغوی چې غواړي په تاوتريخوالي کې چټک کمښت وويني.

د دغې ادارې دا پرېکړه چې د متحده ايالاتو د نظامي وتنې د شرايطو او يو لړ نورو موضوعګانو په اړه د افغانانو د خپلمينځي سولې خبرو اترو نه وړاندې له طالبانو سره دوه اړخيزې خبرې وکړي، يقيناً طالبانو ته يو امتياز وو. طالبانو له ډېر وخت راهيسې پر دې ټينګار کاوو چې دوی يوازې هغه وخت د سولې بهير ته داخليږي چې لومړی له متحدو ايالاتو سره د خپلې تر ټولو زيات لومړيتوب لرونکې غوښتې (د متحده ايالاتو وتنې) په اړه خبرې وکړي، او بيا له نورو افغانانو سره د افغانستان د راتلونکې حکومتولۍ د بڼې په ګډون نورو مسائلو په اړه وغږيږي. دا کومه پټه خبره نه ده چې ولې طالبان په دومره سرتمبګۍ له دغه دريځ پورې نښتي وو: په دې توګه طالبان ښايي په خبرو اترو کې مخکې له مخکې سوبه تر لاسه کړي او بيا له حکومت او نورو افغانانو سره په همدغه وزن او په پام-وړ توګه زيات شوي مشروعيت له موقفه او خپلو لوړپوړو او ټيټ پوړو ته له دې ډاډ ورکولو وروسته خبرو اترو ته ننوځي چې دوی د خبرو په پر مېز ګټه کوي. طالبانو همداراز له ډېر وخت راهيسې مخکې له مخکې اوربند هم رد کړی ځکه چې دوی په دې اند دي چې د جګړې په ډګر کې د دوی اقدامات د دوی د ځواک نقطه او د خپلې ډلې د يو-موټي ساتلو وسيله ده.

طبعاً د طالبانو دغه ګټه کابل ته مساوي او معکوس زيان دی. د همدغه دليل له کبله متحده ايالاتو له ډېرو کلونو راهيسې د طالبانو له دغې غوښتنې سره مخالفت کاوو. د دغه مخالفت بيه د سولې د بهير نه موجوديت وو. څرنګه چې د طالبانو له خوا د نرمښت ښودلو کومه نخښه نه تر سترګو کېده او هغه لومړيتوب ته په کتلو چې د ټرمپ ادارې د ۲۰۱۸م کال له وروستيو راهيسې د خبرو اترو لارې خپلولو ته ورکړی وو، متحده ايالاتو نرمښت وښود. د دې ګټه دا شوه چې د لومړي ځل له پاره د خبرو اترو له لارې هواري په لور د تګ د واقعي فُرصت کړکۍ پرانستل کيږي.

که په څرګندو ټکو کې وويل شي، متحده ايالاتو د سولې د هغه ډول بهير د رامينځ ته کولو هڅه وکړه او پاتې پکې راغی چې د ټرمپ د ادارې د دغې تګلارې نقادان يې غواړي. په هغې ډېرې مطلوبې تګلارې کې دا هم راځي چې افغان حکومت د بهير له پيل څخه په خبرو کې شامل شي، د متحده ايالاتو نظامي موجوديت د خبرو پر مېز کېښودل شي مګر هسې نه چې په لومړي سر کې يې په اړه اقدم وکړي، او اوربند د بهير په لومړيو کې وشي. د متحده ايالاتو او افغان ملګرو د ګټو له پلوه به دا تګلاره بې له شکه ښه تګلاره وي. مګر دا داسې انتخاب دی چې که واقعيت وويل شي دم ګړی په لاس کې نه شته. د طالبانو له خوا انکار غيرقابل بحث ثابت شوی. که چېرې يو وخت د دې امکان وو چې په تېرې لسيزې کې د بحث وړ وو (چې معلوم نه دی)، د ولسمشر ټرمپ دغه ډېره زمزمه شوې غوښتنه چې له افغانستان څخه د متحده ايالاتو پوځونه وباسي، په ډېر احتمال د طالبانو د انکار د ټينګښت سبب شوې.  

د دې هېڅ شواهد نه شته چې افغان حکومت په خپله د سولې هغسې بهير پيلولی شي چې غواړي يې. مسلماً، متحده ايالات په تېرې لسيزې کې د دغسې بهير په مخکې نه دي دريدلي او يقيناً چې له ډېر وخته يې کابل ته ټينګار کړی چې د سولې د بهير له پاره هغه اړين مقدماتي ګامونه واخلي چې په پايله کې يې يوه منسجمه او پر اجماع ولاړه مرکچي ډله او داسې خط مشی رامينځ ته کړي چې د مهمو طالب-ضد سياسي ځواکونو ملاتړ له ځان سره ولري. داسې ښکاري چې دغسې مقدماتي ګام لا هم تر-کار-لاندې دی. د طالبانو او د حکومتي چارواکو په ګډون طالب-ضد سياسي څېرو تر مينځ نيولی شوې غيررسمي اړيکې او خبرې دا څو کاله کيږي چې شته، مګر دغه اړيکې لا په واقعي خبرو اترو بدليدونکې نه دي ثابتې شوي.

هغه چې د دې له پاره کار کوي چې متحده ايالات بايد هغه ډېره مطلوبه تګلاره خپله کړي چې مخکې مو ترې يادونه وکړه، د امريکا د قوت د ټکي په اړه مبالغه کوي او د متحده ايالاتو د هغو ناکامو هڅو واقعي تاريخ له پامه غورځوي چې د دغسې تګلارې د خپلولو له پاره يې کړي. بې له شکه چې د متحده ايالاتو د قوت ټکی لا پر ځای دی، مګر اوس له پخوا څخه غټ نه دی او نه به له هغه وخته مخکې مودې څخه په راتلونکي کې هم غټ شي چې د متحده ايالاتو ديپلوماتانو د طالبانو د هغه ټينګار پر وړاندې نرمښت وښود چې خبرې اترې په دوو برخو په داسې ترتيب ووېشل شي چې لومړی د متحده ايالاتو او طالبانو تر مينځ خبرې وشي او بيا بين الافغاني خبرې.

د متحده ايالاتو د قوت په ټکي کې د متحده ايالاتو د نظامي وتنې سرعت او مشروطيت، د متحده ايالاتو او نورو هغو مرستندويانو له خوا افغانستان سره د مالي مرستې د ادامې امکان چې د متحده ايالاتو په لارښوونه روان دي، او د يوه داسې حکومت د بهرنيو اړيکو د عادي کېدو بالقوه امکان شامل دي چې داسې طالبان يې برخه وي چې طالبان ارزښت ورکوي. طالبانو دا په ډاګه کړې چې بيا د داسې يوه دولت د مشرۍ پر ځای چې د مخکې په څېر شړل شوی او د مرستو له خوارځواکۍ سره مخ وي، دوی غوره ګڼي چې د يوه داسې نړيوال مشروعيت لرونکي حکومت برخه شي چې له بهرنيو مرستو څخه همداسې برخمن پاتې شي- افغانستان يو بېوزله او په وچې کې ايسار هيواد دی چې د تاريخ په اوږدو کې يې دغسې مرستو ته اړتيا وه.

دا چې تر کومه بريده به طالبان د دغسې مطلوبې پايلې د تر لاسه کولو له پاره جوړجاړی وکړي، تر اوسه معلوم نه دی او تر هغه وخته به هم معلوم نه شي تر څو چې د افغانانو تر مينځ خبرې اترې په جدي توګه پيل شوې نه وي. مګر سره له دې، څه چې ښکاره دي هغه دا دي چې دا ارجحيت او د متحده ايالاتو د نظامي وتنې په اړه د خبرو اترو احتمال دومره قوي انګېزه نه ده چې طالبان دې ته وهڅوي چې د خبرو اترو يوه داسې بهير ته ننوځي چې افغان حکومت پکې له پيله د خبرو اترو برخه وال وي او اوربند پکې د پيليزې په توګه شامل وي.

د متحده ايالاتو او طالبانو د تړون بالقوه خطرونه او ګټې څه دي؟

د هغه تړون د مسودې د محتویٰ د هر ډول ارزونې په اړه چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره پرې خبرې کړي بايد دا واقعيت له پامه و نه غورځول شي چې متن په عام ډول نه دی شريک شوی او د ټرمپ د ادارې چارواکو يې د محتویٰ په اړه لږ څه ويلي. په هغو کمو جزئياتو کې چې خپاره شوي، دا شامل دي چې په متن کې ويل شوي چې د متحده ايالاتو د نظامي وتنې د لومړي پړاو په توګه به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې ۵۵۰۰ عسکر وځي.  دا چې څه شی به د پوځونو د کمونې د پيل سبب کيږي او دا چې له لومړي پړاو وروسته به څه کيږي، په دې اړه تر اوسه څه نه دي ښکاره شوي. په نورو جزئياتو کې دا هم شامل دي چې طالبانو د دې ژمنه کړې چې له القاعدې سره به خپلې اړيکې شکوي او هرې داسې ترهګرې ډلې ته به خوندي پټنځای نه ورکوي چې متحده ايالاتو ته ګواښ پېښولی شي، مګر د دغو ژمنو مشخص متن لا نه دی خپور شوی. چارواکو دا هم ويلي چې دغه تړون به د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغاني ځواکمنو اړخونو تر مينځ د "بين الافغاني خبرو اترو" پر لور کړکۍ پرانيزي، مګر دا چې په دې اړه، که وي به متن کې کوم الفاظ راغلي، مشخص الفاظ يې تر دې دمه لا نه دي خپاره شوي[fn] د سي بي ايس له مارګريټ برينان سره په "Face the Nation" پروګرام کې د بهرنيو چارو وزير مرکه،  
September 8, 2019; Peter Baker, Mujib Mashal and Michaelf Crowley, “How Trump’s Plan to Secretly Meet With the Taliban Came together, and Fell Apart,” New York Times, September 8, 2019Hide Footnote
.

د هغو خپرو شويو بيانونو ظاهر ته په کتلو چې وايي د متحده ايالاتو او طالبانو تړون به، که نهايي شي، سمدستي د بين الافغاني خبرو اترو سبب شي، او دې ته په کتلو چې د دغسې خبرو اترو له پاره چمتووالی روان ښکارېد، د دغه تړون اصلي ګټه روښانه ده: او هغه د افغانستان د سولې د بهير پيلول دی. د دې درک کول مهم دي چې د متحده ايالاتو او طالبانو تر مينځ تړون به په خپل ذات کې د سولې تړون نه وي. داسې هېڅ کوم تړون نه شته چې يوازې د شخړې د دغو دوو اړخونو تر مينځ وشي او افغانستان ته سوله راوړی شي. بالعکس، د دغسې تړون ارزښت په دې کې دی چې د افغانانو تر مينځ د داسې خبرو اترو د بهير مقدمه شي چې د برياليتوب په صورت کې افغانستان ته سوله راوستی شي. لکه مخکې چې رڼا پرې واچول شوه، د دغه بهير د روانولو بله هېڅ ازمويل شوې وسيله نه ده کاميابه شوې.

د دغې ثمرې د بشپړ تحقق له پاره به دا مهمه وي چې د متحده ايالاتو او طالبانو تر مينځ تړون کې دا روښانه شي چې دغه تړون له دې پورې تړلی او پر دې مشروط دی چې طالبان هم بين الافغاني خبرې پيل او هم په ښه نيت ادامه ورکړي. د سولې خبرو ته د طالبانو له خوا ډاګيزه ژمنه بايد لازمي وبلل شي. ان په تړون کې د دغسې قيد له موجوديت سره به د دې له پاره پياوړې امريکايي ديپلوماسۍ او د مالي مرستو ادامې ته اړتيا وي چې طالبان او کابل دواړه د خبرو اترو په مودې کې خبرو اترو ته ژمن وساتل شي. که چېرې بيا يوه له دغو غاړو د خپلې ژمنې په تر سره کولو کې پاتې راځي، متحده ايالات به لا هم په داسې موقف کې وي چې کولی شي د پالېسۍ له هغو دوو انتخابونو څخه له هرې يوې کار واخلي چې مخکې مې رڼا پرې واچوله.

د متحده ایالاتو او طالبانو د تړون يوه بله ګټه، که وګڼو چې د افغانستان د سولې په بهير منتج کيږي، دا ده چې ښايي متحده ايالات د داسې نظامي وتنې جوګه کړي چې تر شا شديده کورنۍ جګړه پرې نه ږدي. دغسې وتنه به په جګړې کې د امريکايانو او افغانانو قربانيو ته تر ټولو غوره درناوی وګڼل شي. سربېره پر دې، د طالبانو له خوا له ترهګرۍ سره د مقابلې ژمنې به تر هغه بريده هدفمندې شي تر کومه چې طالبان د سولې بهير په پايله کې د افغانستان د مشروع حکومتولۍ د جوړښت برخه ګرځي. په دغسې حالت کې به طالبان بهرنيو مرستندويانو او پانګوالو ته د افغانستان په زړه پورې ساتلو کې ونډه ولري.

د متحده ايالاتو او طالبانو تړون دوه عمده خطرونه لري. لومړی دا چې که په لومړي سر کې طالبان په خبرو اترو کې مهمه بريا تر لاسه کړي، بين الافغاني خبرو اترو ته به له حده زيات زړور ور ننوځي او جګ لَوْ ته به تمايل ولري. په نتیجه کې به جوړجاړي ته دومره زړه ښه نه کړي چې بين الافغاني هوکړو ته د رسېدو له پاره بس وي. دا چې دا خطر به په عمل کې رامينځ ته شي او که رامينځ ته کيږي وسعت به يې څومره وي، دا به يوازې د بين الافغاني خبرو په ترڅ کې معلوميږي. متحده ايالات به اړ وي چې د دغه خطر د کمولو له پاره پر طالبانو تأثير لرونکو سيمه ايزو قدرتونو څخه مرسته وغواړي. 

دویم خطر يې دلته په واشنګټن کې سياسي خطر دی. د متحده ايالاتو د وتلو له پاره د تقويم او بهير تعينول (که تړون ريښتيا دا کار کوي) به هغه تحرک لا ګړندی کړي چې د افغانستان د سولې بهير له پام کې نیولو پرته د متحده ايالاتو وتل غواړي او په دې سره به کېدی شي د متحده ايالاتو دغه اوسنی د قوت ټکی د بين الافغاني خبرو اړخونه نرمښت او تېرېدنې ته اړ نه کړي. زه هغه بل اضافي خطر ته چې وايي طالبان به د ترهګرۍ د مقابلې په اړه پر هغو ژمنو و نه دريږي چې د تړون د يوې برخې په توګه يې کوي، دومره ارزښت نه ورکوم، ځکه چې، لکه مخکې چې وويل شول، دغه ژمنې بايد په هر صورت کې باوري و نه بلل شي مګر دا چې متحده ايالات د سولې د بهير په رامينځ ته کولو کې دخيل پاتې شي او طالبان د مشروع افغاني حکومت برخه شي. 

آيا په طالبانو باور کېدی شي؟

يوه پوښتنه چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر مينځ خبرو بهير په ترڅ کې تل په عام ډول کېدله دا ده چې آيا په طالبانو د دې باور کېدی شي چې که کومه ژمنه کوي، پوره به يې کړي؟ دا ناسمه پوښتنه ده. د سولې هغه بهيرونه چې د تودو جګړو د هواري په موخه تر سره کيږي، پر مخکې له مخکې موجود باور نه وي ولاړ، بلکې پر دې ولاړ وي چې د خبرو اترو له لارې د بېلابېلو اړخونو د منافعو تر مينځ کافي تداخل په ګوته يا رامينځ ته شي چې پايله يې د سولې داسې تړون وي چې ټول اړخونه يې د پلي کولو له پاره کافي انګېزه ولري. که په ساده ټکو کې يې ووايو، د سولې مرکچيان تړون د منافعو پر اساس کوي نه د باور پر اساس.

دا ټکی هم د بين الافغاني خبرو اترو په اړه صدق کوي او هم د متحده ايالاتو او طالبانو تر مينځ د تړون کولو په اړه. په دواړو حالتونو کې به دا يوازې د خبرو اترو په ترڅ کې معلوميږي چې آيا په کافي توګه متداخلې منافع موجودې دي او که نه. د دې هيله کېدی شي چې باور به د بين الافغاني خبرو اترو په ترڅ کې رامينځ ته شي، او دا چې د باور د يو ډول مقياس په نه موجوديت کې د افغانستان د شخړې د سياسي هواري د اغېزناک تطبيق اټکلول ستونزمن کار دی، مګر په هر صورت کې به د تطبيق له پاره د څارنې، تحقيق او بهرني ملاتړ ميکانيزمونو ته اړتيا وي.

ځينې دا پوښتنه هم کوي چې ايا پر طالبانو دا باور کېدی شي چې افغانستان به بېرته د اسلامي امارت د هغې ځيږې واکمنۍ ورځو ته نه بيايي چې د ۱۹۹۰مو کلونو له نيمايي څخه په ۲۰۰۱م کې د متحده ايالاتو له خوا ړنګېدو پورې يې دوام وکړ؟ په دې اړه مشخصه پوښتنه دا کيږي چې د سولې د تړون له کبله خو به د ښځو او اقليتونو د حقونو په برخې کې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنو پر سر جوړجاړی نه کيږي. بيا هم د طالبانو مخکې له مخکې باوريتوب دلته ربط نه لري. بلکې پوښتنه دا ده چې آیا حکومت، نور طالب-ضد ځواکمن اړخونه او طالبان د افغانستان د سياسي او ټولنيز ژوند د شرايطو په اړه داسې هوکړې ته رسېدی شي چې ټولو ته په کافي ډول د منلو وړ وي؟ ځواب معلوم نه دی چې 'هو' دی که نه، مګر د 'هو' ځواب امکان يوازې د خبرو په ترڅ کې ازمويل کېدی شي.

څومره احتمال شته چې د افغان سولې بهير به د پايېدونکې سولې لامل شي؟

د افغانستان د سولې بهير د کاميابۍ د احتمال د ارزونې د هر ډول اړينې سريزې په توګه بايد دا درک شي چې متحده ايالات په دې کې پاتې راغلي چې د ۱۸ کلونو په مودې کې طالبان په نظامي ډول مات کړي[fn]داسې ښکارېدل چې طالبان په ۲۰۰۲م کې مات شوي وو، مګر په پاکستان کې له خوندي پټنځايونو څخه له بېرته منظم کېدو وروسته د ۲۰۰۵م کال په شا او خوا کې بيا د يوه پاڅون په توګه را پورته شول.Hide Footnote  او يوازې يو کال کيږي چې د سولې هڅو ته يې د متحده ايالاتو د تګلارې په سر کې ځای ورکړی.

ځکه نو، د دې له پاره ډېر دلايل شته چې د افغان سولې بهير ولې کېدي شي ټکنی شي يا قطع نظر له دې چې متحده ايالات يې د برياليتوب له پاره څومره په ځغرده کار کوي، بالاخره ناکام شي. تر ټولو لومړی دا چې کېدی شي د هواري په اړه د ښکېلو اړخونو د نظرونو تر مينځ توپير خورا زيات ثابت شي. مګر دا چې دا توپير به دومره زيات ثابت شي او که نه، دمګړی يې ارزول خورا ستونزمن دي. طالب لوری لا هم اړتيا لري چې د خبرو اترو له پاره د سياسي دريځ په ترتيبولو يا اظهارولو نور کار هم وکړي. د کابل له اړخه د دې هيله کېدی شي چې داسې دريځ ښکاره کړي چې په هغه کې له اوسني سيستم څخه تر وسه، وسه لږ بدلون شامل وي، مګر ان کابل هم تر اوسه د دريځونو بشپړه چمتو شوې او پر اجماع ولاړه ټولګه نه ده ترتيب کړې.

دوهم، په هر لوري کې داخلي وېش کېدی شي دومره ستونزمن ثابت شي چې برلاسي پرې نه شي تر لاسه کېدی. لکه مخکې چې ترې يادونه وشوه، کابل لا تر اوسه منسجمه مرکچي ډله نه ده جوړه کړې او نه يې د دغسې ډلې د کار د پرمخ وړنې له پاره د پرېکړه-کوونکي جوړښت په اړه اجماع تر لاسه کړې. بل لوري ته څرنګه چې طالبانو لا تر اوسه خپل سياسي لرليد په تفصيلي ډول نه دی ترتيب کړی، تر اوسه يې د خبرو اترو د داسې دريځونو د ترتيبولو او داسې بالقوه جوړجاړيو له پلوه خپله وړتيا هم نه ده ازمويلې چې په خپله په تحريک کې د ننه کافي ملاتړ تر لاسه کړی شي.

د دغو او نورو دلايلو له کبله به د افغان سولې بهير وخت ونيسي، ښايي له هغه ډېر وخت چې امريکايي صبر يې اجازه ورکوي. د ناکامۍ درېيم دليل دا کېدی شي چې متحده ايالات د خپل قوت ټکی په کافي ډول تر هغه وخته (که د بهير تر پايه نه وي د بهير تر ډېره بريده پورې) حفظ نه کړي چې له برکته يې دغه بهير وڅارلی شي.  

د متحده ايالاتو د قوت د ټکي د کارونې تر څنګ د سولې يو بريالی بهير د يوه داسې لوري له خوا د بې پرې تسهيل په عدم موجوديت کې چې د دغې شخړې لوری نه وي له تصوره پورته خبره ده. مېز ته د ټولو افغان لوريو د راوستلو له ستونزمنتيا ښکاري چې که دوی د خبرو مېز ته راشي هم، دوی به و نه شي کولی چې له تسهيل پرته هوکړو ته ورسيږي. د تسهيلوونکي نقش به دا وي چې کله مستقيمې خبرې بې ګټې شي، د خبرو لوریو ته به د بالواسطه خبرو لارښوونه کوي او وړانديز شوي جوړجاړي به مطرح کوي. متحده ايالات د شخړې د يوه عمده متخاصم لوري په توګه چې خپلې ګټې يې پکې دخيلې دي او د افغان لوريو څخه د يوه د فعال ملاتړي په توګه د دغه نقش د لوبولو له پاره نامناسب دي.  

دا چې د افغان سولې بهير په افغانستان کې د يوې پايېدونکې سولې د مينځ ته راوړلو له پلوه د برياليتوب احتمال لري او که نه، له دې پوښتنې سره توپير لري چې آيا دغه بهير د سولې تړون د رامينځ ته کولو احتمال لري او که نه. لومړی هدف ستر او تر نورو ستونزمن دی. ځکه نو اکثراً د سولې د خبرو اترو او د سولې رامينځ ته کولو تر مینځ توپير کيږي. د سولې رامينځ ته کول اوږدمهالی او پېچلی بهير دی. که د افغان سولې بهير په هر څومره هراړخيزه توګه هم د شخړې لامل خوابديو او واک-غوښتنو ته ځواب ووايي، دا به يوازې قسمي حل لاره وي. له څلور لسيزو شخړې وروسته چې له ۲۰۰۱م کال وروسته شخړه يې اوسنی پړاو دی، داسې يو هواری چې د شخړې د اوسنيو خواوو پر منافعو متمرکز وي، اړين دی، مګر ښايي کافي نه وي. سربېره پر دې، د سولې هر ډول تړون د شخړې د هواري محدوده وسيله ده؛ مګر داسې يو تړون او د جوړجاړي او اجماع-جوړونې بهير چې دغه تړون زېږوي، د سولې بنسټ ايښودلی شي. بالآخره، د تړون ساتلو او د تطبيق پر سر يې د حتمي الوقوع اختلافونو هواري ته د دغو اړخونو هوډ به دا وښيي چې دغه بنسټ ټينګيږي او که نړيږي، او په دې توګه د اوږدمهالې سولې جوړونې له پاره دغه فُرصت پاييږي او که نه.  

ايا متحده ايالات کولی شي، او ايا ور ته په کار دي، چې له طالبانو سره بېرته خبرې پيل کړي؟

څرنګه چې د سولې خبرې اترې د متحده ايالاتو له پاره د پورتنيو درېوو شته انتخابونو له ډلې تر ټولو غوره انتخاب دی او څرنګه چې، لکه مخکې چې رڼا پرې واچولی شوه، د متحده ايالاتو او طالبانو تړون د دغسې خبرو اترو پر لور اړين ګام دی، ځکه نو بايد د تړون کولو دغه بهير بېرته ژوندی شي. د ولسمشر ټرمپ دغې ناکامې هڅې چې د کيمپ ډيويډ ناسته د تړون د کولو له پاره وکاروي او شايد د دې هڅه وکړي چې هغه شرايط نور هم ښه کړي چې د ده مرکچيانو پرې مخکې له مخکې کار کړی وو، دغه بهير غوڅ کړ، مګر شايد وژلی يې نه وي. طالبانو رضايت ښودلې چې دوی بهير له هغه ځايه بېرته پيل کړي په کوم ځای کې چې پرېښودل شوی وو او د لاسليک په درشل کې وو[fn]په مسکو کې له طالب مرکچيانو سره شوې مرکه وګورئ
, September 13, 2019, available at https://www.rt.com/news/468745-taliban-war-hundred-years/.Hide Footnote
.    

له يو کال وړاندې ګمارل کېدنې راهيسې د متحده ايالاتو د لوړپوړي مرکچي زلمي خليلزاد يوه لاس ته راوړنه دا وه چې د خبرو اترو له لارې د دغې شخړې هواري ته د متحده ايالاتو ژمنتيا ته باور ور وباخښه. د خبرو اترو د پيلونې له پاره د متحده ايالاتو د زياتيدونکو او کميدونکو هڅو په څو کلونو کې دغې ژمنې ته نه يوازې د شخړې د لوريو له خوا، بلکې تر دې مهم د سيمه ايزو قدرتونو له خوا د شک په سترګه کتل کېدل. د تېر کال په ترڅ کې داسې ښکارېدل چې پاکسان، چين او په ځانګړې توګه روسيه ټول که په پوره لېوالتيا نه وو لږ تر لږه په کافي توګه له طالبانو سره د متحده ايالاتو د تړون کولو ملاتړي وو. طبعاً، دا مرسته له دې کبله وه چې د متحده ايالاتو په وتلو، مګر نه په ډېرو چټکو وتلو، کې دوی خپلې ګټې ګوري (يو بل سيمه ايز کليدي فعال، ايران، هم په همدې کې خپله ګټه ويني). سره له دې، د افغان سولې تړون کولو او بالاخره پلي کولو کې به د دوی ملاتړ اړين وي.

د خبرو اترو اوسنۍ پرې کېدنې بې له شکه د متحده ايالاتو برياليتوب ته زيان اړولی. مګر دغه زيان رغېدی شي که چېرې دغه بهير ژر تر ژره او د دغه جوش له ختمېدو مخکې بېرته پيل شي، او که متحده ايالات د تړون په اړه د هيلو د سقف د لوړولو د هڅې له لارې له خپله حده وا نه وړي. د دې اړتيا به هم وي چې سيمه ايزو لوبغاړو ته په دې اړه ډاډ ورکولو له پاره ډله ايزې ديپلوماتيکې هڅې وشي چې متحده ايالات خبرو اترو ته ژمنتيا لري. که چېرې د دې پر ځای متحده ايالات د نامعلومې مودې پوځي شتون په ګټه خبرې اترې پرېږدي، بايد له دغسې دايمي-ډوله امريکايي نظامي موجوديت سره د سيمه ايزو ځواکونو مخالفت ته چې له طالبانو سره د ملاتړ زياتونې په بڼه به څرګنديږي، ځان چمتو کړي.  

***

د دې کمېټې هېڅ يو غړی او بل هر څوک چې غواړي متحده ايالات په افغانستان کې يوه اغېزناکه تګلاره پر مخ بوځي، د هغو انتخابونو له کبله خوښېدی نه شي چې د پالېسۍ جوړوونکو پر وړاندې شته. نوره له دې خبره وتلې چې د متحده ايالاتو پاليسۍ جوړوونکو په باوري توګه د دې ادعا کولی شوه چې په افغانستان کې د مطلوبو پايلو تر لاسه کولو پر لارې سم روان دي. مګر سره له دې هم يوه کوچنۍ کړکۍ شته چې متحده ايالات کولی شي د هغې له لارې خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته په داسې توګه د پای ټکی کيږدي چې په تعقيب يې شديده کورنۍ جګړه تر شا پرې نه ږدي. ايله يو کال کيږي چې متحده ايالاتو د خبرو اترو له لارې د هواري لټې ته لومړيتوب ورکړی او داسې ښکاري چې له طالبانو سره داسې تړون کولو ته نږدې شوي چې د متحده ايالاتو د ځواکونو اېستنې ته لاره هواره کړي. [امريکا] بايد دا هڅې اوس پرې نه ږدي. له طالبانو سره دغسې تړون به ځينو ته دلته په واشنګټن کې او ښايي ډېرو ته هلته په افغانستان کې خوند ور نه کړي. مګر دا تړون له ځان سره يوه ډالۍ لري: او هغه د سولې د داسې بهير د پيلولو چانس دی چې ښايي د افغانستان دغه لا اوږده جګړه پای ته ورسوي.   

Subscribe to Crisis Group’s Email Updates

Receive the best source of conflict analysis right in your inbox.