پاکستاني طالبان د اسلام اباد – کابل اړیکې ازمویي
پاکستاني طالبان د اسلام اباد – کابل اړیکې ازمویي

د پاکستان امنیتي ادارې د پولیسو پر تاسیساتو د دوو لویو بریدونو وروسته  دتیارسي په حالت کې قرار لري. د جنورۍ په ۳۰مه پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي) د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې، چې د افغانستان پولې ته ځېرمه په شمال لوېدیځ کې واقع دی، د پولیسو پر مرکز برید وکړ او تر ۸۰ ډېرو کسانو ژوند یې واخيست، چې په دې کې له درو پرته نور ټول پوليس افسران وو. دا د همدې ناکراره ولایت په تاریخ او په هیواد کې په پولیسو باندې تر ټولو وژونکی برید وو. په داسې حال کې چې چارواکو لا ساه نه وه اخستې چې د فبروري په ۱۷مه ټي ټي پي د پاکستان په تجارتي مرکز او د کراچي ښار په زړه کې د سند ولایت دامنیه قمندان په دفتر برید ترسره کړ او د څلورو پولیسو په ګډون یو ملکي وګړی یې ووژل. دې دواړو بریدونو څرګنده کړه چې د ټي ټي پي له خوا دګواښ کچه ډیره لوړه شوې ده.

پاکستان تور لګوې چی د ټي ټي پي مرکزي قوماندانۍ په افغانستان کې میشته ده، او په پاکستان کې یې د بریدونو چټکتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې افغان طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د افغانستان پلازمینه ونیوله. په افغانستان کې د دوی ایډیالوژیک متحدینو واک ته رسیدل او د امریکا او ناټو ځواکونو وتلو پاکستاني طالبانو ته زمینه برابره کړه ترڅو د دواړو هیوادنو ترمنځ د غرني سرحد څخه په استفادی خپل عملیات پیل کړي. پاکستان غوښتنه وکړه چې افغان طالبان دې پاکستاني یاغیان وشړي او یا دی د تحرکاتو مخه ونيسي، خو افغان طالبانو د دې پر ځای له ټي ټي پي سره د اسلام اباد له خوا د سولې پر خبرو ټينګار او د منځګړیتوب وړاندیز وکړ. د پاکستان ملکي او پوځي مشران او همدارنګه د پاکستان یو شمیر امنیتي شنونکي باوري دي چې د خبرو دې پروسې یاغیان نور هم زړور کړل او بلاخره دا مذاکرات د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې ناکامه پای ته ورسیدل.

حکومت پوځي او امنیتي عملیات ګړندي کړي.

د پېښور او کراچۍ د بریدونو په تعقیب، حکومت په ځانګړي توګه خیبر بښتونخوا او بلوجستان کې(چې دا ولایت هم له افغانستان سره پوله لري) پوځي او امنیتي عملیات ګړندي کړل ترڅو د اورپکو دمخ په زیاتیدو بریدونو مخه ونیسي. خو د ځواکمن پوځ په ګډون د پاکستان پالیسي جوړونکي وايي، دا ډول عملیات به تر هغه بې پایلې وي ترڅو چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه ولري. دوی ادعا کوي که دا ډله په افغانستان کې خوندي وي، نو کولای شي جنګیالي وروزي، بریدونه پلان کړي او بیا وسله وال پاکستان ته په غلچکي ډول داخل، په خپلو اهدافو بریدترسره، او د پولې هاخوا بیرته وتښتي.

د اورپکو دتحرکاتو له زیاتیدو سره سم اسلام اباد هڅې پیل کړي ترڅو په کابل کې واکمن طالبان د ټي ټي پي په کنټرولولومجبور کړي. هغوي طالبانو ته په رسمي لوړپوړو سفرونو او له نورو غیر رسمي لارو پیغام ورکړ چې که داسې اقدام  ونکړي، نو دوه اړخیزه روابطو لپاره به ناوړه پایلې ولري. افغان طالبانو په تیرو وختونو کې ددا ډول مشورونه صرف نظر کړئ او د کابل نوي واکمنانو په علني توګه دا خبره رد کړې چې ګواکې ټي ټي پي په افغانستان کې شتون لري. د طالبانو یوه چارواکي کړکېچ نړیوالې ادارې ته وویل چې د دواړو حکومتونو استازي دا موضوع په خصوصي توګه تر بحث لاندې نیسي ترڅو د رسنیزو ناندریو مخنیوی وشي، او زیاته یې کړه چې په ورته وخت کې دې پاکستان د افغانستان په خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي. خو د ټي ټي پي له لورې په پاکستاني امنيتي ځواکونو نویٔ برید کولای شي اسلام اباد ځوابي برید ته مجبور او په افغانستان کې د ادعا شويو ټي ټي پي پټنځایونه په نښه کړي. دا ډول عملیات کولای شی د لانجمنې پولې په اوږدو کې کړکیچ لا زیات کړي.

 د دوو متحدینو داستان

پاکستاني طالبان د قبایلي اسلامپالو ډلو یو انډول دی چې په ۲۰۰۷ کال کې سره یو ځای شول. دا ډله د پاکستان دولت پر ضد وروسته له هغې راپورته شوه چې پاکستاني پوځ له القاعدې سره مرتبط د هغو نړیوالو جهادي ډلو په خلاف اقدام پیل کړ چې له ۲۰۰۲م کال راهيسې، کله چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې نظامي مداخله وشوه، د پاکستان په قبایلي سیمو کې یې پناه موندلې وه. تر هغه وخته پوری قبایلي سیمې د دولت له واک څخه بهر او د سیمه ییزو قومي مشرانو  له خوا مدیریت کېدلې. د افغان طالبانو په څیر، پاکستاني طالبان په عمده توګه د پښتانه توکم څخه دي، د دیوبندي فکرې پیروان دي او له خپلو افغان سیالانو سره یې اړیکې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د دیوبندي غورځنګ له راڅرګندېدو سره سم پیل شوي. په هغه وخت کې افغانان د شوروي یرغل له امله په پاکستان کې کډوال وو او د پاکستان په دیوبندي مدارسو کې یې زدکړې کولې. په ۱۹۹۶م کال کې پاکستاني طالبان په لومړي ځل له افغانانو سره ګډ وجنګیدل او د کابل په نیولو کې یې مرسته وکړه. دا اړیکي هغه مهال نورې هم تقویه شوي کله چې افغان طالبان د امریکا له لورې وپرزول شول او د پولې هاخوا ته وتښتیدل. د پاکستان دولت افغان طالبانو ته خوندي لاره ورکړه، مګر په سرحدي سیمو کې پټنځایونه اسلامپاله قبایلي ډلو ورکړل.

په ۲۰۱۶م کال کې چې پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د اورپکو ضد هڅې ګړندۍ کړې، نو د طالبانو خپلمنځي اړیکي نورې هم راڅرګندې شوې. دغو عملیاتو کې ټي ټي پي تر ډیره حده د پاکستان له قبایلي سیمو وشړل شول، خو دوی د پولې هاخوا په افغانستان کې پناه ځای پیدا کړاو ځینو یې هلته له افغان طالبانو سره په ګډه د غربي ځواکونو د ایستلو او د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د حکومت د نسکورولو لپاره جګړه پیل کړه. په ۲۰۲۱م کال کې کله چې افغان طالبانو زیاتې سیمې ونیولې، نود دوی د مهمو مشرانو په شمول په سلهاوو پاکستاني طالبان يی د تیر حکومت له زندانونو څخه راخلاص کړل. په اګست میاشت کې د کابل له سقوط وروسته، د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي محسود د افغان طالبانو له امیر هبت الله اخندزاده سره د خپلې ډلې بیعت نوی کړ (د ټي ټي پي پرله پسې مشرانو پخوا هم افغان طالبانو سره بیعت کړی). محسود د ټي ټي پي څو جلا شوې څانګې یوځای او عملیاتي جوړښتونه یې پیاوړي کړل، او په لړ کې یې په افغانستان کې مرکزي قمنداني او د پاکستان په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان پښتون میشتو سیمو کې موازي حکومت جوړ کړ چې مشري یې قبایلي ډلو لکه مهمند کروپ کوله. له دې سره سره چې پاکستان د افغان طالبانو تر ټولو ستر بهرنیٔ ملاتړیٔ دئ، خو د دواړو طالبانو ډلو ترمنځ اړیکې هماغسې نږدي پاتي دي.

پاکستاني چارواکي د ټي ټي پي او افغان طالبانو د اړیکو په درک کولو کښې له ډېره وخته پاتې راغلي، داسې اړیکې چې د یو پاکستاني څیړونکی له خوا ورته "فکري تړاو" نوم ورکړل شوی. مخکې له دې چې افغان طالبان واک ته ورسېږي، ټي ټي پي د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د پولې له هاخوا بریدونه پیل کړل. هغه مهال پاکستاني چارواکو د غني حکومت په دې ملامتاوه چې ګواکې دوی د اورپکو شتون زغمي، "ادعا چې د کابل لخوا رد شوي". اسلام اباد همدارنګ پاکستان ضد قوتونه، لکه د هند استخباراتي اداره، د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوله.

په ۲۰۲۱م کال د پاکستان مشرانو واک ته د طالبانو د رسیدلو هرکلی په دې باور وکړ چې ګواکې په کابل واکمن رژیم به د پاکستان دامنیتي ګټو دخوندي کولو لپاره ښه وي.

په ۲۰۲۱م کال کې د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان په شمول د پاکستان لوړ پوړو مشرانوواک ته د طالبانو د رسیدلو هرکلی په دې باور وکړ چې ګواکې په کابل واکمن رژیم به د پاکستان دامنیتي ګټو دخوندي کولو لپاره ښه وي. خان د طالبانو بیا راتګ "د غلامۍ ځنځير ماتول" وبلل. لوړ پوړي امینیتي چارواکي، لکه د هغه وخت د آی ایس آی مشر ډګرجنرال فیض حمید، په بیړه د نويو چارواکو د لیدو په تکل کابل ته ولاړل ترڅو په هغوی غږ وکړي چې یا خو پاکستاني طالبان کنترول او یا هم وشړي. افغان طالبانو پاکستان ته په ځواب کې وویل چې دوی آماده دي د ټي ټي پي مشرانو سره د خبرو لپاره د دریم ګړي رول ولوبوي. په اکتوبر میاشت کې عمران خان ومنله چې پوځ یې له ټي ټي پي سره په کابل کې خبرې شروع کړي "تر څو ددوی غړي د عفوی په بدل کې تسلیم او پخلاینه وکړي".

مذاکراتو په داسې حال کې د افغان طالبانو سرپرست داخله وزیر سراج الدین حقاني، چې باور کیږي له پاکستان سره ښې اړیکې لري، په منځکړیتوب دوام درلود چې ټي ټي پي د پولې له ها خوا خپلو بریدونو ته دوام ورکاوه. په مذاکراتوکې ډېر پرمختګ ونشو او ټي ټي پي عفوه په دې دليل رد کړه چې يوشرط یې ددې ډلې منحل کیدل وه. په ورته وخت کې د ټي ټي پي هیئت، چې مشري یې د محسود په غاړه وه، د خپلو ډېرو داسی غوښتنونه نه تیریدل وه چې د پاکستان لپاره د منلو نه وو. دهغو څخه یو د ۲۰۱۸م کال پریکړې لغوه کول وو چې له مخې یې فاټا، هغه غرنۍ فبایلي پوله کومه چې پخوا دځانګړي قوانینو له مخې اداره کیده، د خیبر پښتونخوا برخه ګرځول شوې وه او دې سیمې ته یې د پاکستان د دولت قانون غځولی وو. وسله والو له پاکستاني پوځ وغوښتل چې له دغو سرحدي سیمو ووځي او له حکومته یې وغوښتل چې په ټوله خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې به اسلامي قانون نافذ کړي. په نهایت کې دوی دداسې عمومی عفوې غوښتونکي وو چې هم ددوی ټول بندیان آزاد  او هم دوی خلع سلاح نه شي.

د راپورونو له مخې د پاکستان د هغه وخت لوی درستیز، قمر جاوید باجوه، د عمران خان په ملاتړ د ټي ټي پي ځینو غوښتنو ته د مذکراتو د باور جوړونې تر عنوان لاندې غاړه کېښوده. د پاکستان له زندانونو د تحریک طالبان پاکستان د دوو جګپوړو مشرانو په ګډون تر سلو زیات بندیان خوشي شول. چارواکو همداراز په سلګونو وسلوالو پاکستاني طالبانو ته اجازه ورکړه چې له افغانستان څخه کور ته راستانه شي. په بدل کې پاکستان یو لنډمهاله اوربند ترلاسه کړ. دا اوربند د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې پیل شو او یوه میاشت یې ځکه دوام وکړ چې ټي ټي پي د خپلو نورو غوښتنو منلو او په پاکستان د فشار واردولو په پار خپل بریدونه یو وار بیا پیل کړل. خو له دې سره سره خبرو دوام درلود ولې افغان طالبانو ټنګار کاوه چې پاکستان دې له ټي ټي پي سره خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په خیبر پښتونخوا کې ناامني د ۲۰۲۲م کال په دوبې کې زیاته شوه، او دا هم په داسې حال کې چې ټي ټي پي د جون په میاشت کې یو اړخیز "غیر معین اوربند" اعلان کړی وو. په دغه ولايت کې اورپکو په ښکاره ډول د پوستو په جوړولو، له مسافرو باج اخيستلو، د پوليسو او اردو افسرانو تښتولو او د دولتي چارواکو او ددوی ضد سياسي او قومي مشرانو په وژلو لاس پورې کړ. د یوه اټکل له مخې، له هغه وخت چې دافغان طالبانو دواک کلیزه پوره شوه، په پاکستان کې د اورپکو بریدونوکې ۵۱ سلنه زیات والی راغی، چې ۷۵ فیصده یې په خیبر پښتونخوا کې ترسره شول. د دې ولايت امنيه قوماندان وروسته څرګنده کړه چې د روان کال په اوږدو کې د ١٥١ بېلابېلو امنیتي پیښو په جریان کې ١٠٥ پوليسان وژل شوي. د مخ په زیاتیدو بغاوت او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د مدني ټولنې فعالانو او سیاستوالو له خوا په ټول ولایت کې، له ملاکنډ ونیسه بیا له افغانستان سره پوله لرونکي سیمي لکه شمالي او جنوبي وزیرستان او خیبرپښتونخوا پورې، پراخې مظاهرې تر سره شوې.

لوړ پوړي چارواکي په زیاتیدونکي توګه په دې باوري شول چې ټي ټي پي د خبرو اترو له لارې د مسئلې په حل باور نلري.

لوړ پوړي چارواکي په زیاتیدونکې توګه په دې باوري شول چې ټي ټي پي د خبرو اترو له لارې د مسئلې په حل باور نلري. ددې ناخوښۍ لومړۍ نښه د اګست په میاشت کې هغه وخت راڅرګنده شوه چې ډګرجنرال فیض حمید، چې د آی ایس آی له مشرۍ څخه لرې او د پیښورد قول اردو قوماندان ټاکل شوی وو، د جنوبي پنجاب بهاولپور قول اردو ته تبدیل شو. تر هغه وخته پورې حمید له وسله والو سره په خبرو کې اصلي مرکچی وو. د اکتوبر په نیمایي او د ټي ټي پي په بریدونو کښې د سلګونو پولیسود افسرانو او سرتیرو د وژل کیدو راپورونو پر بنسټ د پاکستان دفاع وزیر د هیواد تر ټولو ستر امنیتي ارګان، د ملي امنیت کمیټې په غونډه کې وویل چې خبرې اترې "کومې مشخصې پایلې نه لري".

د نومبر په ۲۸ مه او د باجوه پر ځای د پوځ مشري عاصم منیر ته له سپارلو یوه ورځ مخکې، د ټي ټي پي مرکزي قمندانۍ له خوا اوربند په رسمي توګه لغوه اعلان شو، کوم چې تر دې مخکې هسې هم نه مراعات کیده. په اعلامیه کې ټنګار وشو چې پاکستاني ځواکونو خپل عملیات نه دي درولي نو "اوس به زموږ انتقامي بریدونه په ټول هیواد کې پیل شي".

امنیتي او استخباراتي نیمګړتیاوې

د جنورۍ راهيسې د ټي ټي پي له خوا د وژنو لړۍ روانه ده. زیاتره بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تر سره شوي، چیرته چې یو شمیر بلوڅ وسله والې ډلې هم له پاکستاني طالبانو سره یو ځای شوي دی. دپاکستان امنیتي چارواکي د بریدونو د زیاتوالي لامل درې مرتبط عوامل ګڼي: د افغان طالبانو لخوا ټي ټي پي ته د پټنځایونو برابرولوادعا، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نه پا تی شویو پرمختللو وسلو ته د پاکستاني اورپکو لاس رسی، او په تیر یو نیم کال کې دې ډلې ته امتیازات ورکول، په ځانګړې توګه د سلګونو وسله والو جنګیالیو پاکستان ته د ستنیدو اجازه. د ۲۰۲۲م کال د دسمبر په پیل کې د ترهګرۍ ضد ملي ادارې پارلمان ته خبر ورکړ چې ټي ټي پي د خبرو اترو په جریان کې "د پام وړ پرمختګ لرلی دی". راپور وکاږل چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتلو "د ټي ټي پي فعالیتونو ته انګیزه ورکړه، چې په افغانستان کې یې [اډه] لا هم پاتې ده".

که څه هم د اورپکو په بریدونو کې په سلګونو عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي، خو د پولیسو ځواک چې د پوځ په پرتله خورا کمزوری دی، د ټي ټي پي لومړنی هدف ګرځیدلی. د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر راهیسې شاوخوا ۳۰۰ پولیس افسران وژل شوي دي، په ځانګړي توګه په خیبرپښتونخوا کې: د فبروري په ۱۷مه امنیه قمندان اعلان وکړ چې یواځې په جنورۍ میاشت کې ۶۲ وسلوال بریدونه شوي. ددې ولایت پولیس نه سم مجهز دي، نه سم تربیه شوي او نه یې شمیر دومره دی چې د ټي ټي پي مقابله وکړي. د پولیسو په وینا اورپکي اوس راکټونو او د شپې دوربینونو ته لاسرسی لري، کوم چې په افغانستان کې له لویديزو ځواکونو پاتې شوي دی.

د خیبر پښتونخوا دپولیسو په دفاعي سیستم کې یوه لویه خلا د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۸ راڅرګنده شوه. په دغه ورځ د پاکستاني طالبانو جنګیالیو د بنو ښار زندان مات اود پوځي مرکز منځ کښې يي د ترهګرۍ ضد ادارې ودانۍ ونیوله. د څو افسرانو نیولو سره دغو جنګیالیو لومړی افغانستان ته "د خوندي لارې" غوښتنه وکړه. دوی وروسته د خیبر پښتونخوا د شمالي یا جنوبي وزیرستان غوښتنه وکړه، او دا یې شاید له دې امله کړي وي چې افغان طالبان ونه شرموي ځکه چې هغوی د پاکستاني اورپکو دشتون څخه انکار کوي. دا محاصره هغه مهال ختمه شوه چې ټول ۳۳ یرغمل کونکي د پوځ-پولیسو په  کډ وعملیاتو کې ووژل شول، چې په ترڅ کې یې ۳ امنیتي ځواکونو هم ژوند له لاسه ورکړ. څرنګه چه دا یوه ستره ناغیړي وه، نو توقع کیدله چې پولیس به د هیواد په ټولو حساسو ځایونو کښې بيداره وي.

د پیښور د ۳۰مې جنورۍ ځانمرګي برید د پولیسو کمزورۍ یو وار بیا بربنډه کړه.

خو د پیښور د ۳۰مې جنورۍ ځانمرګي برید د پولیسو کمزورۍ یو وار بیا بربنډه کړه. بریدګر چې د پولیسو جامې یې په تن وي، وتوانیدل چې له څو امنيتي کمربندونو تیر او داسې یوې ودانۍ ته داخل شي چې په هغې کې امنیه قمندانۍ او د ترهګرۍ ضد دفترونو شتون درلود. ځانمرګي د ودانۍ په مسجد او د سلهاوو پولیسو لمونځ کوونکو په منځ کې برید وکړ. چاودنې سره د مسجد چت راوپرځید، او د ۸۰ مړو ترڅنګ یې کابو ۲۰۰ نور ټپیان کړل. امنیه قمندان وروسته ومنله چې بریدګر د امنیتي او استخباراتي ناغیړیو له کبله خپل هدف ته په رسیدلو کښې بريالی شول. 

اروپکو ددې امنیتي او استخباراتي ناغیړیو نه په استفادی یو وار بیا په ۱۷ م د فبرورۍ د کراچي ښار په زړه کې په یو ترټولو مصئون ځای برید ترسره کړ. په دروازه کې ولاړ پوليس په دې ونه توانیدل چې د درو بریدګرو مخه ونیسي، کوم چې په بارودي واسکټونو، ګرنیټانو او ټوپکونو سمبال وو. د پولیسود قمنداني دبیرته نیولو لپاره د پوځ، رینجر ملیشو او پولیسو له خوا ګډ عملیات تر سره شول چې ددرې ساعتوپه اوږدوکښی دوه بریدګر مړه او يوه بل ځان منفجرکړ، او همدارنګه څلور امنیتي پرسونل او یو ملکي وګړئ مړه او اتلس نور ټپیان شول. د یوه بریدګر کورنۍ وروسته وویل چې هغه پنځه میاشتي مخکښې افغانستان ته په سفر تللی وو.

حکومتي کړۍ په پېښور او کراچۍ کې د پولیسو دبربنډ ي بې کفایتي په اړه سخت اندېښمن وو. وکیلانو هم مهاله له ټي ټي پي سره د خبرو اترو په اړه پوښتنې راپورته کړې او ويې پوښتل چې څه ګټه یې رسولې. داسې ښکاري چې د دوو بریدونو وروسته لوړ پوړي ملکي او نظامي مشران دې پایلې ته رسیدلي چې ترڅو افغان طالبان د خپلو پاکستاني سیالانو د ازاد وفعالیتونو مخه ونه نیسي، د امنیتي سکتور هیڅ ډول اصلاحات، که هغه د پولیسو پیاوړي کول وي او که د ترهګرۍ سره د مبارزې وړتیاوو زیاتول ، د اورپکو مخه نه شي نیولای.

 

 بغاوت ته ځواب

د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو د ټي ټي پي د بریدونو په اړه څو لوړ پوړې غونډې ترسره کړي چې پکښې لومړي وزیر شهباز شریف، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، د آی ایس آی مشر جنرال انجم ندیم او د کابینې مهمو وزیرانو ګډون درلود. ددې له جملې یوه د ولایتي اپیکس کمېټې غونډه ده چې دفبروروۍ په ۳ مه په پیښور کې داېره شوه. دا کمیټه په ۲۰۱۵ کې د آرمي پبلک سکول تر برید وروسته، چې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول، د ترهګرۍ ضد هڅو د څارنې لپاره جوړه شوې وه. په اسلام آباد کې هم د فبرورۍ په ۲۴ مه د ملي امنیت ایپکس کمیټې، چې د لوړپوړو ملکي او پوځي مشرانو څخه تشکیل شوی، غونډه ترسره کړه. په دواړو غونډو کې مشرانو هغه ژمنې تکرار کړې چې د جنورۍ په ۲مه د ملي امنیت د کمیټې په غونډه کې ابلاغ شوه: اسلام اباد به د ترهګرۍ پر وړاندې "صفر زغم" وښيي، چې "پیغام به واضح او د ښه او بد ترهګر منځ کښې به توپیر نه وي". حکومت دواړه غونډې د دې لپاره وکارولې چې له ټي ټي پي سره خبرې پای ته رسېدلي او ددې پرځای به یاغیان ځپل کیږي. په دواړو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کښې عملیات روان دي، او پوځ -پولیس ادعا کوي چې د ټي ټي پي لسګونه جنګیالي یې وژلي یا نیولي دي.

له ټي ټي پي سره د خبرو د ختمولو پرېکړې په پارلمان کښې دننه او بهر داسې بحثونه راوپارول چې د کوچنيو امتیازاتو په بدل کې دلویو امتیازاتو ورکولو، لکه د افغانستان څخه د سلګونو جنګیالیو د راستنیدلو او د پاکستان له زندانونو څخه د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون د ډیرو خوشي کولو، په هکله څوک ملامت وګڼل شي. د فبرورۍ په لومړۍ نېټه دفاع وزیر، د خان د حکومت په وخت کې د خبرو اترو په اړه د پوځ له خوا بریفنګ ته په اشاره، وویل چې وکیلانو ته د پریکړو په اړه یوازي خبر ورکړل شوی وو، او له پارلمان نه تایید نه وو اخستل شوی. په همدې ورځ لومړي وزیر شریف وپوښتل "دا اجازه چا ورکړه چې [ترهګر] هیواد ته راستانه شي؟"، مانا دا چې د خان حکومت په خپل  سردا کار کړئ دئ. د خان د ګوند مشرانو په ځواب کې وویل چې دا پریکړه د پوځ پخواني مشر باجوه په مشرۍ شوې، که څه هم پخواني لومړي وزیر ومنله چې د هغه حکومت یې په جریان کې اچولی وو. خو هغه ملامتي په خپل ځای ناستی وتپله او شریف یې "د بیا میشتیدنې مسٔلې په حل کښې په پاتې راتلو" تورن کړ. هغه وويل: "کله چې وسله وال راستانه شول نو نه یې چا په ټولنه کې د مدغم کیدلو غم وخوړ، نه يې سمه پاملرنه ورته وکړه، او نه هم پرې پيسې خرڅ شوې. موږ ویره درلوده چې که موږ دوی ته پام ونه کړو، نو ترهګرۍ به یو وار بیا به په مختلفو سیمو کې پیل شي، او دا [هغه څه] دي چې اوس پیښ شول".

همدارنګ پخواني لومړي وزیر خان د پیښور او کراچۍ په څیر د بریدونو مسٔوولیت پولیسو ته راجع کړ ځکه چی امنیتي او استخباراتي ناغیړۍ ددوی له خوا شوې وې. په ځواب کې شریف یادونه وکړه چې خیبر پښتونخوا د خان دګوند له خوا د ۲۰۱۳ راهيسې اداره کیږي. هغه وويل چې د مرکزي حکومت لخوا د ولايتي پوليسو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره ځانګړې شوې پراخه بوديجه د خان له خوا نه ده کارول شوې.  البته په ټوله کې موافقه وشوه چې امنیتي تدابیر ناکافي دي، پرته له دې چې د ملامتیا ګوته چا ته ونیول شي. په پېښور او اسلام اباد کې د فبرورۍ میاشتې د لوړې کچې امنیتي غونډو کې دواړو ملکي او امنیتي مشرانو په دې تاکید وکړ چې  ملکي امنیتي ادارې او استخبارات باید نور هم تقویه شي. وړاندیزونه دا وو چې په ولایتونو کې دې د ترهګړۍ ضد او استخباراتي ادارې تقویه شي، او د فدرالي، ولایتي قانون پلي کونکو اداروترمينځ د ترهګرۍ ضد همغږۍ لا زیاته شي.

 د افغان طالبانو  بیاځلې دخیلیدل

خو په پاکستان کښی د کابینې وزیران اوس هم په علني توګه دا وايي چې د ټي ټي پي د ګواښ وده به تر هغه وي ترڅو چې دا ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه ولري. د جنورۍ په میاشت کې د ملي امنیت کمیټې کابل ته یو واضح خبرداری ورکړ او ویې ویل "هیڅ هیواد ته به اجازه ورنکړي چې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي". خو دا لا څرګنده نه ده چې اسلام اباد پر افغان طالبانو د فشار واردولو اراده لري او که نه، او که واردوي یې نو څنګه. ډیری تصمیم نیونکي په دې نظر دي چې اسلام آباد باید د کابل له نویو واکمنانو سره په خپلو معاملو کې له احتیاط څخه کار واخلي. د دسمبر په نیمایي کې دائره شوې ملګرو ملتونو غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل: "زه نه شم کولای چې طالبان یا افغانستان له نظره وغورزوم. دوی یو حقیقت دي، او دوی زما په سرحد کې دي". د پاکستان لپاره تر ټولو بده سناریو دا ده چې افغانستان یو ځل بیا د طالبانو له کنترول ووځې او د ګډوډۍ په لور روان شي. دا ډول کړکېچ به د پاکستان لپاره ناوړه اغېزې ولري، د بېلګې په توګه د کار او سرپناه د لټې په موخه د جوپو جوپو افغانانو ورتګ. دا به جنایتکارانو ته هم فرصتونه په لاس ورکړي، لکه د وسلو او مخدره توکو قاچاقبران او په افغانستان کې جهادي ډلې، لکه د اسلامي دولت سیمه ایزه څانګه. ددغوملحوظاتو په پام کې نیولو سره اسلام اباد په نړیوالو قوتونو غږ کوي چې د افغانستان اقتصاد او حتی د افغان طالبانو امنیتي دستګاه د ی پیاوړي کړي. د فبرورۍ مونیخ امنیتي کنفرانس ته په وینا کې بوټو زرداري د مسلکي افغان امنیتي ځواکونو په جوړولو کې د نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو افغان طالبان وکولای شي په افغانستان کې میشتو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.

د پیښور دانفجار په هکله د ضد واو نقیضو ادعاوو یوه وجه کیدای شي دا هم وي چې افغان طالبان له پاکستان سره د خپلو اړیکو په هکله اندیښنه ولري. په لومړي سر کې د تحریک طالبان پاکستان د مرکزي شورا غړي عمر مکرم خراساني وویل چې دغه ځانمرګی بریدګر د اګست په اوومه د افغانستان په پکتیا ولایت کې د یوه سخت دریځه قومندان د وژلو دغچ اخیستو لپاره استول شوی وو. د تحریک طالبان پاکستان د مهمند ډلې مشر، سربکف مهمند چې د بلوچستان ژوب صوبې لپاره د دې ډلې نومول شوی والي هم دی، په جلا توګه ادعا وکړه چې ددې برید امر ده ورکړی. خو وروسته په کابل کې د ټي ټي پي مشرانو له مسؤلیت څخه انکار وکړ. البته دا ناشونې بریښي چې مهمند، جلا شوې ډله چې له ټي ټي پي سره په ۲۰۲۰م کال کې یوځای شوه، د شورا داجازې پرته د چاودنې پلان یا مسوولیت منلی وي. نو داسې ښکاري چې مرکزي قوماندانۍ له مسوولیت منلو ځکه پر شا شوه چې افغان طالبان اندیښمن وو چې دا وژونکي چاودنه به ددوی او اسلام آباد پر اړیکو منفي اغیزه ولري.

.دا څرګنده ده چې د پېښور او کراچۍ له بریدونو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې

به هر حال، دا څرګنده ده چې د پېښور او کراچۍ له بریدونو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې. ټي ټي پي ته د خوندي پټنځایونو په ورکولو د اسلام اباد له خوا په کابل انتقادونه سخت شوي او غږ  ورباندي شوی چې نور دې افغان طالبان له دې ډلې سره اړیکې پرې کړي.  راپورونه کاږي چې له اورپکو سره دمذاکراتود ختمولو ترڅنګ، د پاکستان پالیسي جوړونکو پریکړه کړې چې د ټي ټي پي په اړه خپلې اندیښنې د افغان طالبانو له لوړ پوړو مشرانو، په ځانګړې توګه له امیر اخندزاده، سره مخامخ شریکې کړي. احتمال لري چې دا ډول خبرې اترې دې اوس هم جریان ولري، مګر د پټو چینلونو له لارې او په مخفي ډول.

پاکستان له عامه ډیپلوماسۍ څخه هم کار اخیستی دی، چې په لړ کې یې د کراچۍ برید وروسته یو لوړ پوړي هیئت په ۲۰م د فبرورۍ کابل ته سفر وکړ. د دغه یو ورځني سفر په ترڅ کې دغه پلاوي، چې د دفاع وزیر او د آی ایس آی مشر هم په کې شامل وو، د افغان طالبانو له مرستیال لومړي وزیر او د هغوی د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، خبرې اترې د "ترهګرۍ دمخ پر زیاتیدونکي ګواښ" او په ځانګړې توګه په ټي ټي پي راڅرخېدې. دغه پلاوي د افغان طالبانو هغه ادعا وننګوله چې ګواکې پاکستاني وسله وال په افغانستان کې شتون نلري. یوه باخبره پاکستاني خبریال لیکلي چې دغه پلاوي افغان طالب چارواکو ته د ټي ټي پي د لوړپوړو مشرانو په ګډون د هغوی دپټنځایونو په اړه مفصل معلومات ورکړل. له راستنېدو سره سم دفاع وزیر پارلمان ته وویل چې کابل د پاکستاني طالبانو په کنټرولولوهوکړه وکړه. که د رسنیو راپورونه ریښتیا وي، افغان طالبانو موافقه کړې چې د ټي ټي پي جنګیالي به بی وسلی کوي او د پاکستان پولې ته څیرمه سیمو څخه به یې انتقالوي، خو په دې شرط چې اسلام آباد یې لګښت په غاړه واخلي. پاکستان له هغه وخت راهیسې پر افغان طالبانو غږ کړی چې د ټي ټي پي پر وړاندې "کوټلي ګامونه" واخلي.

دا ناشونې ده چې افغان طالبان به په هغه کچه ګامونه واخلي چې پاکستان پرې راضي شي. دوی کلونه راهيسې د نړۍ ډیپلوماتانو ته ویلي چې دوی به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي. خو د دوی مشرانو په ښکاره توګه د داسې ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو څخه ډډه کړې کوم چې یوازې کومې بهرنۍ استخباراتي ادارې "ترهګر" بللي وي. د طالبانو اصلي امنیتي اندیښنه د اسلامي دولت سیمه ايزه څانګه (د اسلامي دولت خراسان ولایت) څخه ده، چا ته چې ددوی په وینا پاکستان پټنځایونه ورکړي (که څه هم پاکستان په خپله ددوی له بریدونو زیانمن شوی). د افغان طالبانو مشران احتمالاً په دې هم اندېښمن دي چې که د ټي ټي پي د ځپلو هڅه وشي، نو ددوی د ټیټ رتبه افرادو عکس العمل به څه وي. واک ته د رسیدلو وروسته ددې ډلې ډیری پریکړې د خپل داخلي یووالي د ساتلو په پار ترسره شوي، حتی که د بهرنیو قدرتونو د غوسه کولو په بيه هم وي. د پیچلی وضیعت یو بل تریخ حقیقت دا دی چې د پاکستان د دولت په وړاندې د طالبانو ځينې ایډیالوژیکي دریځونه د ټي ټي پي دریځ سره ورته والی لري. اخوندزاده د تحریک طالبان پاکستان د مشر محسود په شان د پاکستان اساسي قانون غیر اسلامي بللیٔ دیٔ. د پېښور له برید وروسته د پاکستان دکورنیو چارو وزیر خبرداریٔ ورکړ چې که د ټي ټي پي عملیات دوام ومومي، نو پاکستاني ځواکونه به په افغانستان کې بریدونه وکړي. د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ځواب کې پر پاکستان غږ وکړ چې "خپل کور په خپله" سمبال کړي.

اسلام آباد د خپل ځان لپاره د پولې هاخوا د بریدونو اختیار محفوظ ساتلی. تر دې مخکې یې هم د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې افغان میشتو ټي ټي پي مشرانو او د هغو پر اډو هوايي بریدونه کړي، که څه هم دوی دا هیڅکله په عامه توګه نه دی منلي. په اوسنيو شرایطو کې پاکستان کیدای شي د داسې بریدونو ګټې تر زیان زیاتې وبولي.

خو داسې بریښي چې د پولې هاخوا د بریدونو له زیاتولو او په پاکستان کې د پوځ-پولیسو عملیاتو له لارې د ټي ټي پي د ځپلو دوه ګونی ستراتیژي به د بغاوت کمولو لپاره کافي نه وي. ډیری فعال او متقاعد لوړ پوړي پولیس چارواکي د دې پرځای د استخباراتي معلوماتو او د اورپکو د محکمه کولو له لارې د قانون د حاکمیت پلوي دي. په یوه ګډه مقاله کې د پولیسو دوه پخوانیو عمومي پلټونکو لیکلي: "تروریزم سره مبارزه د جنایي عدالت په سیسټم کې د قانون پلي کولو ساحه ده. پوځي عملیات په اصل کې د اورپکو په وړاندې په ټوليیزه جګړه کې یو وروستیٔ انتخاب دیٔ". د ملکي قانون پلي کول او د استخباراتي ادارو د ظرفیت لوړول، چې ګواښونه او امنیتي ناکامۍ په نښه کړي او اورپکو څخه دا توان واخلي چې ډیر وخوندي او حساسو اهدافو ته ننوځي، ممکن د پیښور او کراچۍ په څیر بریدونو مخنیوي کې موثر تمام شي.

Subscribe to Crisis Group’s Email Updates

Receive the best source of conflict analysis right in your inbox.