له پاکستان څخه د افغانانو ډله ییز اخراج د سیمې ثبات ته خطر پېښوي
له پاکستان څخه د افغانانو ډله ییز اخراج د سیمې ثبات ته خطر پېښوي
Afghan refugees arrive to cross the Pakistan-Afghanistan Torkham border on November 2, 2023, following Pakistan's government decision to expel people illegally staying in the country. Farooq Naeem / AFP
Q&A / Asia 13 minutes

له پاکستان څخه د افغانانو ډله ییز اخراج د سیمې ثبات ته خطر پېښوي

پاکستان د افغانانو د بیرته ستنیدو لړۍ پیل کړې کوم کې چې به په میلیونونو افغانان بیرته خپل کړکیچ ځپلي هیواد ته ستانه شي. ابراهیم باحث د کرایسس ګروپ کارپوه په حیث د ځینو سوالونو په ځواب کې ددې پالیسيؤ په تشرېح کې وايي چې دا پالیسۍ به سیمې ته نورې ستونزې هم راولي، سره له دې چې اسلام آباد د امنیت په اساس د ځان توجیه کولو هڅې کوي.

په افغانستان او پاکستان به پوله څه روان دي؟

په ۳ اکتوبر د پاکستان سرپرست حکومت اعلان وکړ چې دوی به په لویه کچه پاکستان نه د افغانانو ستنول شروع کړي. دا پرېکړه چې په پاکستان کې د غیرقانونه بهرنیانو ستنولو پلان بلل کیږي، هغو ټولو بې اسناده بهرنیانو ته په کې وویل شوي چې ۱ نومبر نه مخکې دې له پاکستان څخه ووځي. که څه هم دا طرحه د ټولو بهرنیانو لپاره جوړ شوې ده خو داسې ښکاري چې پاکستان ددې طرحې د لارې هغه میلیونونه افغانان په نښه کوي څوک چې په پاکستان کې مهاجر دي. پاکستان اټکلن له ۳ نه تر ۴ میلونه افغانانو ته پناه ورکړې، په دې کې هغه ۶ لکه هم ګډ دي چا چې طالبانو د بیا راتګ وروسته پاکستان ته پناه یوړه. په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه افغانان قانوني مهاجر دي څوک چې د ثبت کارتونه لري او ۸ لکه ۵۰ زره افغانان د پاکستان لخوا ورکړل شوي افغان تابیعت کارتونه لري کوم چې دوی ته څه ساتنه ورکوي خو هغومره نه کوم چې ثبت شوي مهاجرینو ته ورکول کیږي. داسې اټکل شوي چې تقریباً ۱.۷ میلیونه افغانان په پاکستان کې بې اسناده ژوند کوي. دا اټکل دېر لوې شمېر ګڼل کیږي، دا ځکه چې په پوله پراته ډېری خلک پاکستان ته بې اسناده رفت او آمد لري. 

اوس له پاکستان څخه د افغانانو یو مخیز ستنېدل پېل شوي. د نومبر ۱ نیټې څخه مخکې په لسکونه زره افغانان راستانه شوي او د نومبر ۱ نیټې څخه وروسته په لکونه افغانان بیرته خپل وطن ته راستانه شوي. اکثرا هغه افغانان چې د ټاکلې نیټې وروسته راستانه شوي، ښایي په زور او جبر سره شړل شوي. که څه متحده ایالاتو او نړیوالو سازمانونو له اول نه ددغه پرېکړې مخالفت کړی خو ښايي اسلام آباد اراده لري چې ټول بې اسناده افغانان به په زوره ستنوي او کیدایشي د پلان مخته تللو سره سره به نور هم راستانه کړي. ددې طرحه په اول فاز کې کوم چې له ۱ نومبر څخه شروع شوی، پاکستان به غیرقانوني افغانان په نښه کوي، یعنې هغه افغانان به په نښه کوي څوک چې بې اسناده دي یا جعلي پاکستاني اسناد لري او یا د ویزې وخت یې پوره شوی وي.

که څه هم د پاکستان دولت ددې طرحه مهال وېش نه ده اعلان کړی خو داسې ښکاره کړي چې ددې طرحه په دوېم فاز کې به افغان تابیعت کارت لرونکي افغانان په نښه کوي. او کیدایشي په دریم فاز کې هغه افغانان په نښه کي کوم چې د ثبت کارتونه لري. د ثبت کارت لرونکو کارتونه د جون په میاشت کې ناچله شوي, او لا تراوسه دا څرکنده نه ده چې آیه پاکستان افغانستان او یو این ایچ سی آر به په دې وتوانیږي چې ددې کارتونو وخت ورزیات کړي. 

د پاکستان ادارو دا هم ویلي چې دوی به ستر د ساتلو مرکزونه جوړوي، په کوم کې به هغه بهرنیان ساتې څوک به چې بیرته خپل هېواد ته ستنوي. کله نه چې په خپله خوښه د وتلو وروستۍ نیټه پوره شوې، پاکستان ډیری افغانان د نیولو وروسته د بلوچستان او پښتونخوا مهمو پولو د لارې بیرته افغانستان ته شړلي. 

پاکستاني ادارو ویلي چې دوی به د غېر قانوني بهرنیانو مالونه او شتمنۍ هم ضبط کړي، او هغه پاکستانیو په ضد به سخت اقدامونه واخلي چا چې (ددوی په نظر) غېر قانوني بهرنیانو سره مرسته کړې او یا هستوګنزی ورکړې وي. د پاکستان د کورنیو وزارت یوه مستقیمه تیلیفوني شمېره هم جوړه کړې او پاکستانیان هڅوي چې د غیرقانونه بهرنیانو په اړه دې معلومات له دوی سره په دغه تیلیفوني شمېره شریکه کړي. ویل کیږي چې پولیسو د کورونو څښتنانو ته او شرکتونو ته هم د جریمې اخطارونه ورکړي که چېرې دوی بې اسناده افغانانو ته د کور یا کار ورکړي. 

د پاکستان دولت دغه اشارو یا حرکتونو  لا دمخه منفي اغیز ښودلی. که څه هم دا طرح د غېرقانوني بهرنیانو لپاره ده خو غیر رسمي راپورنه ښايي چې د پاکستان پولیس هغه افغانان هم ځوروي کوم چې اسنادونه لري. راجستر شوي مهاجرین وایي چې پاکستاني پولیسو ددوی په کورونو چاپې وهلي، شتمنۍ یې ضبط کړي، د ثبت کارتونه یې ورته ویجاړ کړي, پرته له جرمه یې بندیان کړي او رشوتونه یې ترې غوښتي. مرستندویه سازمانونو ویلي چې کله نه پاکستان دا طرح عملي کړیې، د پاکستان په پوله د خلکو راشه درشه د پام وړ زیات شوې. په عادي حالت کې د ۳۰۰ پر ځای اوس ۱۰،۰۰۰ پورې خلک راشه درشه کوي. راستنېدوکي خلکو کې داسې خلک هم شته چې د پولیسو د ځورلو دلاسه راستانه شوي. اسلام آباد په راستنېدوکو باندې ځان سره په وړلو توکو باندې هم محدودیتونه لږولي، په څارویو او پیسو چې ارزښت یې تر پنځوس زره پاکستانو زیات وی، وړل یې منع کړي، خو ځینې راستنېدونکي وایي چې پولیس ترې تر دې هم کمې پیسې، شخصي توکي او زیور ضبطوي. ځیني یو نیم داسې راپورونه هم شته چې پاکستاني پولیس له افغان ښځو نه د نهٔ بندیکولو په بدل کې جنسي اړیکې غوښتي. 

پاکستان داسې اقدامونه ولې اخلي؟

پاکستان له کلونو راهیسې دداسې پراخ ګامونو پورته کولو په اړه ګواښ کړی خو هېڅکله یې عمل نه دی کړی. ځینې ​​راپورونه وايي چې اسلام آباد اوس دا پرېکړه ځکه کړې چې پاکستان کې د ترورېزم ګواښ زیات شوی دی، د بېلګې په توګه، د بهرنیو چارو موقت وزیر ادعا کړې چې افغان اتباعو د پولې په اوږدو کې په څو ځانمرګي بریدونو کې لاس درلود چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ترسره شوي. ښایي ددې پام وړ پړاو ځانګړي وجه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټي ټي پي پر سر وروستنی زیات شوی اختلاف وي. ټي ټي پي چې په پاکستاني طالبانو هم پېژندېدل کیږي، په پاکستان کې یوه وسله واله ډله ده او افغان طالبانو سره یې د وفاداري یا بیعت اعلان هم کړی. 

د تیر کال په اوږدو کې ټي ټي پي په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالی زښت زیات کړی، او اسلام آباد د هغو لارو چارو په لټه کې دی چې پر کابل فشار راوړي چې ددوې د فعالیتونو مخه ونیسي. په بله معنا، پاکستان نور د طالبانو  په مقابل کې صبر دلاسه ورکړی او د افغانانو ډلیز شاړل یې شروع کړي، خو دا دې سره هېڅ تړاو نه لري چې مهاجرینو لخوا احتمالي خطر رامینځته شوی. 

پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته د رسېدو هرکلی وکړ، په دې غلط فهمئ چې طالبان به د هغه مرستو په بدل کې چې اوږدې افغان جګړې کې ورسره شوې وه، د ټي ټي پي مخه ونیسي. خو ددې پر ځای، د ټي ټي پي راپورته کیدل د اسلام آباد او کابل د اړیکو د خرابېدلو لامل وګرځېد. د نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې، چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خپل مخکیني مشر له وژل کېدو وروسته د ټي ټي پي امیر شو، دغه ډله ډېره ځواکمن شوی ده، په لسګونو جلا شوې ډلې یې سره یوځای کړي او همدارنګه یې خپلې ډلې ته نوي وسله وال تنظیمونه هم جذب کړي. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو وروسته دا ډله لا نوره هم غښتلې شوې ده. کابل د ټي ټي پي او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب وړاندیز وکړ، مګر دا خبرې اترې د ۲۰۲۲ په نومبر کې د تړل شوي اوربند له ماتیدو سره ودرول شوې. له هغه وخت راهیسې، ټي ټي پي د پاکستان په خاوره کې یو لړ ویجاړونکي بریدونه ترسره کړي، چې سلګونه پولیس پکې وژل شوي دي. پاکستاني ادارو لپاره ډېره سخته ده چې افغانستان سره دا ناکراره پوله د کنټرول لاندې راولي. 

اسلام آباد پر کابل فشار راوړی چې د ټي ټي پي پر ضد دې عملیات وکړي او ادعا کوي چې دغه ډله د افغانستان له خاورې څخه عملیات کوي. خو دا فشارونه بې ګټې دی، ځکه چې طالب چارواکي  په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون ردوي، او وايي چې دا ډله د پاکستان داخلي ستونزه ده چې حل یې کړي، نه د کابل. طالب چارواکي بیا ادعا کوي چې د ټي ټي پي لویه برخه د پاکستان په خاوره کې دننه فعالیت کوي، د طالبانو امنیتي ځواکونه هلته لاسرسی نه لري او باید کابل څخه دا تمه ونه شي چې پردیو جګړو کې دې وجنګیږي- په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې افغانستان د لسیزو کورنیو جګړو وروسته بیرته رغیدلو به کوښښ کې دی. 

د کابل دا ډول پیغامونو  پاکستاني چارواکي حک حیران کړي، او ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې موجود دي او وايي چې د طالبانو واک ته رسیدو نه وروسته دې ډلې ته ګټه رسېدلې. په ۲۰۲۱ کال کې دطالبانو کابل ته ورتګ سره سره زندانونه مات کړل شول، له دې زندانونو څخه د ټي ټي پي په سلګونو تجربه لرونکي جنګیالي وتښتېدل، چې دا ډله یې نوره هم پیاوړې کړه. پاکستان دا هم وايي چې ټي ټي پي هغه امریکايي وسلې ترلاسه کړي کوم چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې دي. په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو شکایت کړی چې ګڼ شمېر افغانان هم دټي ټي پي له جنګیالیو سره یو ځای شوي دي.

پاکستان له څو بېلو بېلو لارو هڅه کړې چې کابل دې ته قانع کړي چې د ټي ټي پي پر ضد عملیات وکړي، په دې کې طالبانو ته ډیپلوماټیک لاس رسی او په نړیوالو فورمونو کې د دوی د غوښتنې ملاتړ کول هم شامل دي. اسلام آباد د ۲۰۲۰ کال د دوحې د سولې تړون عملي کولو هم غوښتنه کړې کوم چې طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې، په کوم کې چې طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې دننه به د هغه ډلو او جنګیالیو مخه نیسي څوک چې پر نورو هیوادونو بریدونه کوي. د نفوذ د مخنیوي لپاره، پاکستان په پوله د اغزن تار د جوړولو کار بیا پېل کړ، او د خنډ د بشپړولو هڅه یې وکړه خو د جوړولو چارې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوې - طالبان د پخوانیو افغان چارواکو په څیر، افغان پاکستان پوله په رسمیت نه پیژني او دا د برتانوي استعماري واکمنۍ ترکیب بولي. اسلام اباد پر طالبانو د اقتصادي فشار راوړلو په موخه وخت په وخت افغانستان ته خپلې لارې هم تړلي دي او د افغاني مالونو د لېږد رالېږد پر وړاندې یې بیروکراسي خنډونه رامنځته کړي چې په کې د پاکستان د بندرونو له لارې د بار په وړلو موقتي بندیز هم شامل دی. په ۲۰۲۲ کال کې، پاکستاني ځواکونو د ټي ټي پي جنګیالي په نښه کولو لپاره حتی په افغانستان کې دننه هوايي بریدونه وکړل. دغه سوداګريز حرکتونه په ځانګړې توګه طالبانو ته زيان رسوي، ځکه چې پاکستان د افغانستان تر ټولو ستر سوداګريز ملګری پاتې شوی او کابل دولت د عوايدو يوه لويه برخه د ګمرکونو په فيس پورې اړه لري. خو دغه فشارونه د دې لامل نه شول چې طالبان دې د ټي ټي پي په وړاندې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کیږدي. 

د پاکستان له خوا د میلیونونو افغانانو د ایستلو پریکړه تر دې دمه د اسلام آباد تر ټولو جدي ګام دی. ښایي داپرېکړه د سپټمبر په لومړیو کې له هغه وروسته را مینځته شوي وي کله چې ټي ټي پي د پاکستان په شمالي خیبر پښتونخواه سیمه کې د چترال په ښار کې یو لوی برید وکړ. ښايي دغه برید، چې په ترڅ کې یې شاوخوا دوه سوه وسله والو په دوه سرحدي پوستو برید کړی و، ددې لامل شوی وي چې پاکستاني چارواکي دې د نورو سختو اقداماتو په لټه کې شي.

طالبان څه ډول غبرګون ښيي؟

افغان چارواکي د لوی شمیر راستنیدونکو د ترلاسه کولو لپاره چمتو نه دي. افغانستان لا دمخه د نړۍ په کچه له ستر بشري ناورین، بشمول د ویجاړونکو زلزلو، اقتصادي ننګونو او بندیزونو سره مخ دی. د افغانستان سخت ژمی هم پدې معنی دی چې بې ځایه شوي راستنیدونکي په خورا بد وخت کې راځي. د طالبانو حکومت له پاکستانه غوښتي چې په زوره دې افغانان له تیارۍ پرته نه راستنوي، ښايي چې افغان چارواکي د ځان لپاره او د راستنېدونکو لپاره وخت غواړي چې ځانونه ورته چمتو کړي. اوږده موده به احتمالا بیرته ستنیدونکو مهاجرینو  ته فرصت ورکړي چې په ښه منظم ډول بیرته راستانه شي. طالب چارواکو له پاکستانه دا غوښتنه هم کړې چې له افغانانو سره دې د بد چلند کولو ډډه وکړي. په کابل کې لوړ پوړو شخصیتونو د پاکستان له خوا د راستنیدونکو نغدو پیسو او توکو د ضبطولو په اړه سختې نیوکې کړې او دا یې ددوی د شتمنیو غلا او د دوی له حقونو څخه سرغړونه بللې ده. 

د اکټوبر په ۲۶، د پاکستان له خوا د اخراج وخت په چټکۍ سره نږدې کیدو او په لسګونو زره مهاجرین لا دمخه په خپلې خوښې له پولو څخه افغانستان ته راستنېدو سره سره د طالبانو امیر د ډله ایزو راستنیدونکو اداره کولو لپاره د افغان وزارتونو د لوړ پوړو شخصیتونو څخه یو کمیسیون وټاکه. دغه کمیسیون د پاکستان پولې ته څېرمه د تورخم او لعل پور په ولسوالیو کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره لنډمهاله کمپونه جوړ کړي، چې په کې خوراکه، پناګاه او ددوی د ګرځنده تلیفونونو لپاره لنډمهاله سیم کارتونه هم ورکول کیږي. نړیوال مرستندویه سازمانونه ځای پر ځای دي او له افغان چارواکو سره همکاري کوي. په همدې حال کې چارواکي د راستنېدونکو لپاره د تذکرې او یا هم د ملي هویت کارتونو په صادرولو بوخت دي او داسې ګنګوسې دي چې ډېر ژر به بې وزله خلکو ته دولتي ځمکې ورکړي. 

د طالبانو حکومت د هغو افغانانو لپاره بانکي حسابونه هم جوړ کړي چې غواړي د راستنېدونکو سره مرسته وکړي او د بهرنیو چارو وزارت افغان سفارتونو او قونسلګریو ته لارښوونه کړې چې له نړیوالو مرسته وغواړي. د مرستو دغه غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې ډېری مرستندویان له افغانستان سره د مرستو لپاره بودیجه کموي، دا په دې خاطر چې طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې خپل سخت محدودیتونه نه دي نرم کړي. دا تراوسه څرګنده نه ده چې ډله ایز اخراج به د لا کم شوي مرستو دود بدل کړي که نه. د ملګرو ملتونو لخوا د اسیایي هیوادونو لپاره د مرستې غوښتنه چې د افغان مهاجرینو کوربه توب کوي (د اخراج پالیسۍ له پلي کیدو دمخه اعلان شوی) د ۱۹ سلنې څخه کم تمویل شوی، او د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ د بشردوستانه غبرګون پلان یوازې 35 سلنه ژمنې پوښلي- دا پدې معنی چې ډله ایز اخراج به د مرستو په سیسټم خورا فشار راوړي کوم چې دمخه تر فشار لاندې دي. 

په کابل کې طالب چارواکي ادعا کوي چې د اسلام آباد امنیتي اندېښنې یې جدي نیولي دي. کرایسس ګروپس هغه راپورونه تایید کړي چې طالب چارواکو د هغو شکمن افغانانو پر ضد عملیات کړي چې له ټي ټي پي سره یې مرستې کړي دي او له سپټمبر راهیسې یې په سلګونو کسان نیولي دي. په هرصورت، داسې نه ښکاري چې دا کارونه به د پاکستان اندېښنې کمې کړي او یا دې اسلام آباد دې ته وهڅوي چې د بیرته ستنیدنې پالیسي بیرته واخلي، او داسې برېښي چې اکثره پاکستانیان ددې پالیسۍ ملاتړي دي - که څه هم ځینې کسان ددې کار په مخالفت کې هم غږېدلي دي. د پاکستان د حقونو ځینو ډلو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د کډوالو جبري بیرته ستنیدل پای ته ورسوي، او لکه څنګه چې لاندې پرې بحث کیږي، لوړ پوړو سیاستوالو او د مدني ټولنې فعالانو د سترې محکمې څخه غوښتنه کړې چې دا ډول اخراج ودروي. 

تر دې وروسته به څه کیږي؟ 

د پاکستان د اجباري راستنیدو پالیسي د یوې بشري ناورین د رامینځته کیدو خطر لري کوم چې د سیمې او هاخوا لپاره لوی تاثیرات لرلی شي. لوژیستیکي لحاظه د مهاجرینو بیرته ستنیدل د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره یو بږنوونکی حالت دی. په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ په تنګو درو کې د زرګونو خلکو ګڼه ګوڼه راستانه شوي کسان باید د پاکستان لوري ته څو ورځې انتظار وباسي مخکې لدې چې چارواکي ورته افغانستان ته دننوتلو اجازه ورکړي. په ساحه کې د پناګاهو د شتون له وجه، دوی په سختو شرایطو کې د سړک په غاړه ژوند کوي. یوځل چې د پولې څخه دېخوا راستانه شي، بیرته راستنیدونکي باید د افغان لورې هغه ستړي ستومانه سیمه ایزو چارواکو ته انتظار شي ترڅو راجستر یې کړي او لنډمهاله کمپونو ته یې ولیږدوي. د راستنېدو پالیسي د پلي کیدو راهیسې د پولې هاخوا د مالونو د تګ راتګ نرخونه دوه چنده کړي دي، ځکه چې موټرونه بازار کې کم او غوښتونکي زیات شوي او سړکونه د زیات ترافیک له وجه بند شوي. 

که چیرې د راستنیدونکو اوسنۍ کچه همداسې دوام ولري، او د ورځې په زرګونو خلک راستانه شي، د افغان چارواکو به ډیر ژر د راستنیدونکو سره د همکارئ توان ختم شي او یا به راستنېدونکو ته اړین خدمات نه شي وړاندې کړی. د پاکستان دا پریکړه چې راستنیدونکو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې د پام وړ پیسې، څاروي او یا نور ملکیتونه له ځان سره راوړي دا معنا ورکوي چې هغه ټول خلک چې پولې څخه دېخوا راوړي لا به نور هم په فقر کې ډوب شي. راستنیدونکي چې ځینو یې د لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کولو، وايي چې دوی خپل جایدادونه او څاروي د بازار له ارزښت څخه په ډېر کم نرخ پلورلي دي ځکه چې دوی اړ شول چې په بیړه یې وپلوري. په دې توګه، که چیرې ژمی سخت ثابت شي نو ډېرو بې برخه شويو لپاره به په نامناسبه پناګاهو کې پاتې کېدل، د ژوند او مرګ تر منځ یوه سخته مبارزه وي. د بندیزونو او بانکدارۍ محدودیتونو له امله زیانمن شوی، او د طبیعي پیښو لخوا ځپل شوی، د افغانستان اقتصاد لا  اوسه نه شي کولی چې هر کال تقریباً ۵۰۰،۰۰۰ کاري ځواک ته د دندو زمینه ور برابر کړي. دا ګومان کول هم ګران دي چې په سلګونو زره راستنیدونکي به څنګه کار ومومي، په ځانګړې توګه کله چې ډیری یې د لسیزو او یا کلونو راهیسې له افغانستان څخه بهر وي. ډیری راستنیدونکي د  انجونو زده کړو په اړه اندیښمن دي پر  کومو چې طالبانو بندیز لږولي. هغه کسان چې افغانستان سره ناآشنا دي خامخا به نورو چارو کې هم ستونځې ولري، ځکه چې د پولې دیخوا یې ټولنیزې اړیکې کمزوري دي. 

بله زیانمنونکي ډله د هغه کسانو ده چا چې د طالبانو واک ته رسېدو نه وروسته پناه وړې وه - او د هغه مهاجرینو په شمول ده چا چې په رسمي توګه ځان نه وي راجستر کړی. په دې کسانو کې خبریالان او همدارنګه هغه کسان هم شامل دي چې له امریکا او ناټو سره د طالبانو په ضد جګړه کې کار کړی او د غچ اخیستنې له وېرې تللي و. طالبانو په رسمي توګه وروستۍ ډلې ته بخښنه ورکړې، خو ملګرو ملتونو د انتقامي وژنو تر ۲۰۰ زیاتې پېښې ثبت کړي دي. 

که څه هم دوی د زیانمننو به ډله کې راځي او کنه، ډیری راستنېدونکي به په افغانستان کې ژوند سره ستونځې ولري، او کیدایشي خپلو راتلونکي لپاره نورو ځایو کې د ژوند په لټه شي، په ځانګړې توګه که چېرې دوی د کمپونو د ژوند نه بغېر د ښه ژوند تمه ونه لري. ښايي له افغانستان څخه مهاجرت به په چټکۍ سره وده وکړي، دا کار به په اروپاکې اندېښنې  او د ایران او ترکیې په څیر هیوادونو کې د مهاجرینو د تګ راتګ په اړه اندیښنې نور هم زیاتې کړي. 

د پاکستان له خوا د افغانانو ایستل ښايي د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کړي. ک چیرې طالبان ونه توانیږي چې د راستنېدونکو اداره په صحیح توګه وکړي او د دوی اشد ضروریاتو لپاره د دندو زمینه برابره نکړي، څنګه چې امکان لري، نو ښايي چې ځینې ​​به د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې په جنایي جرمونو او یا وسله وال مخالفت کې ښکیل شي. دا هم کیدایشي چې راتلونکي ګډوډۍ دلاسه به ټي ټي پي ته پخپل سر ګټه ورسي. امکان شته چې د راستنیدونکو په ډله کې داسې کسان پیدا شي چې له پاکستان سره اشنا وي او وهڅول شي چې په دولت پر ضد بریدونه وکړي چا چې د دوی تېر ژوند له مینځه وړی. 

څه باید وکړل شي؟

د پاکستان د راستنیدو پالیسي د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ رامینځته کوي، پداسې حال کې چې دا د بشري اصولو او نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او اندیښنې راپورته کوي. د نه ردولو نړیوال قانوني اصول د هغو کسانو بیرته راستنیدل منع کوي څوک چې ویره لري چې ګواکي تعقیب یا ځورولو سره به مخ شي. که څه هم پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی، خو دی د شکنجې په وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون غړی دی، او په هر حالت کې باید دا اصول د رواج یا د خوخوږي عمل او یا دواړو په توګه پلي کړي. که له حقوقي یا بشري لید څخه وکتل شي نو د حساسو ډلو په زوره بیرته ستنول (د ښځو په شمول چې د دې ویره لري چې د طالبانو په واکمنۍ کې به د دوی حقونه تر پښو لاندې شي) او د راستنیدونکو مالونه ضبط کول، په ځانګړي توګه د اندیښنې وړ ده. سر له اوسه عریضه کونکو د پاکستان په محکمو کې د بیرته ستنیدو طرح ننګولی ده او په ګوته کوي چې دا طرح د پاکستان د دولت ۴۵ کلنه پالیسي په څټ ګرځوي او ادعا کوي چې دا د سرپرستې کابینې له واکونو څخه تجاوز دی.د عریضه کوونکو هڅې که هره نتیجه ولري ، لوی بهرني فشار ته هم اړتیا شته ترڅو نتیجه ترلاسه کړل شي. که څه هم نړیواله لوبغاړي د غزه او یوکرېن په سرخط خبرونو مصروفه دي خو باید دې زیاتېدونکي بحران ته ډېره پاملرنه وشي. بهرني حکومتونه چې په اسلام آباد کې نفوذ لري، په شمول د واشنګټن، باید له سرپرستې ادارې څخه وغواړي چې د بیرته ستنیدو پلان لغوه کړي. که په دې ونه توانیږي نو لږ تر لږه دې په اسلام آباد فشار راوړي چې خپل ټاکلي مهال وېش ته دې بیا کتنه وکړي. په ځانګړې توګه دې پر پاکستان او افغانستان فشار راوړي چې مهاجرینو د تدریجي راستنیدو لپاره دې یوې داسې موافقې ته ورسیږي چې په کې حقوقي او انساني قواعدو، نورمونو او اصولو څخه سرغړونه نه وي. اسلام آباد او کابل باید بشري سازمانونو سره په ګډه هغه راستنېدونکي معلوم کړي چاته چې په افغانستان کې ریښتونی ګواښ وي. نړیوال خیریه بنسټونه باید ددغو هڅو ملاتړ په مالي او تخنیکي توګه وکړي. په دې تړاو، افغانستان، پاکستان او یو اېن اېچ سي آر باید یوې نوې موافقې ته ورسېږي چې د راجستر شویو کډوالو د کارتونو نیټه وغځوي؛ د ملګرو ملتونو ادارې هم باید ډاډ وکړي چې د راجستریشن کارتونه په چټکۍ سره نوي شي او نوي غوښتنلیکونه په چټکۍ سره تصویب شي.

دې سره سره، امریکا متحده ایالات، د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه، کاناډا او نور لویدیځ هیوادونه چې د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرامونه لري باید د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې بهیر چټک کړي، او پېل دې له هغه کسانو څخه وکړي کوم چې يو اېن اېچ سي آر لا دمخه په نښه کړي چې چېرې دوی افغانستان ته راستانه شي نو ګواکي تعقیب یا ګواښ سره به مخ شي. د متحده ایالاتو سفارت په دې لار کې حرکتونه پیل کړي، او نور هېوادونه هم باید دا تعقیب کړي. ملګري ملتونه باید پاکستان دولت سره په ګډه، د پاکستان په پولیسو فشار راولي ترڅو د هغه پناهي اصولو قدر وکړي کوم چې مهاجرینو ته ورکړل شوي. د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه باید دا غوښتنې د دوه اړخیزو چینلونو له لارې تائید کړي. 

طالبان باید په خپله برخه کې د راستنیدونکو د راوستلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي او د خپلو محافظتي وظیفو په تعقیب، له دغو خلکو سره انساني او د درنښت چلند وکړي. چارواکي باید له راستنیدونکو څخه دا پوښتنه ونه کړي چې ولې دوی په لومړي سر کې افغانستان پریښود. پداسې حال کې چې ډیری راستنیدونکي چې له ۲۰۲۱ وروسته یې په پاکستان ته پناه وړې د نوي دولت سیاسي مخالفین به وي، طالبان باید د خپلو پخوانیو دښمنانو لپاره د "عمومي بخښنې" په اړه خپل فرمانونه په کلکه پلي کړي. 

Subscribe to Crisis Group’s Email Updates

Receive the best source of conflict analysis right in your inbox.