icon caret Arrow Down Arrow Left Arrow Right Arrow Up Line Camera icon set icon set Ellipsis icon set Facebook Favorite Globe Hamburger List Mail Map Marker Map Microphone Minus PDF Play Print RSS Search Share Trash Crisiswatch Alerts and Trends Box - 1080/761 Copy Twitter Video Camera  copyview Whatsapp Youtube
د سولې په اړه د طالبانو د ليدلوري ارزونه
د سولې په اړه د طالبانو د ليدلوري ارزونه
Members of a Taliban delegation, led by chief negotiator Mullah Abdul Ghani Baradar (C, front), walk before a meeting with Afghan senior politicians in Moscow, Russia May 30, 2019. REUTERS/Evgenia Novozhenina
Report 311 / Asia

د سولې په اړه د طالبانو د ليدلوري ارزونه

د سولې د خبرو د برياليتوب له پاره به د دې اړتيا وي چې طالبان پر دې تمرکز وکړي چې څه غواړي،‌ نه دا چې له څه شي سره مخالف دي.‌ دوی بايد د کليدي مسائلو په اړه څرګند مذاکراتي دريځونه وټاکي او دې ته د خپلو غړو قانع کولو له پاره کار وکړي چې سوله جوړجاړی غواړي.‌

لنډيز

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې خبرې په نږدې کېدو دي،‌ د يو شمېر هغو حياتي موضوع ګانو په اړه د طالبانو دريځ لا هماغسې مبهم او ناڅرګند دی چې د افغانستان له حکومت سره به پرې غږيږي.‌ که څه هم چې طالبانو پر دې موضوع يو څه ابتدايي کار کړی، مګر د افغانستان د راتلونکې اړوند نظرونو په اړه اجماع ته رسېدلو ته يې لا پر وړاندې اوږده لاره پرته ده. د خبرو د نهايي برياليتوب له پاره خورا مهمه ده چې طالبان يو منسجم سياسي لرليد وټاکي،‌ دې ته غاړه کېږدي چې دريځونه يې په افغان ټولنې کې آزادنه بحث شي، او دې ته چمتووالی وښيي چې د خبرو پر مېز جوړجاړی وکړي.‌ د دغې ډلې په لرليد کې بايد په دې اړه څرګند دريځونه شامل وي چې له ۲۰۰۴م کال را وروسته اساسي قانون او سياسي نظام کې کوم بدلونونه غواړي،‌ او په کومو لارو يې غواړي؛ د ښځو او اقليتونو حقونه څرنګه خوندي وساتل شي؛ او په افغان امنيتي ځواکونو کې،‌ او په هغو کې د طالب جنګياليو د ممکنه نقش په ګډون، څه ډول تغيرات راوړل شي.‌ متحد ايالتونه، نور مرستندويان او د افغانستان د مدني ټولنې لوبغاړي بايد په دې اړه،‌ د امکان تر بريده، له طالبانو سره په اړيکې کې شي چې ياد خوځښت دې لور ته سوق کړي.‌

دواړو اړخونو ته د دې بيړنۍ اړتيا ده چې مذاکراتي دريځونه او په داخل کې داسې افراد تيار کړي چې جوړجاړي ته غاړه کېږدي.‌ کابل د خپل لرليد په اړه نسبتاً شفاف دی او د دې هيله ترې کېدی شي چې تر وسه،‌ وسه به د اوسني وضعيت د ساتلو هڅه وکړي.‌ مګر د طالبانو سياسي نظر ډېر تت دی او د دې د وړاندوينې له پاره چې په کومو برخو کې به جوړجاړي ته چمتو وي او په کومو برخو کې نه، د دې اړتيا ده چې په دې اړه له ډېرو کمو شته معلوماتو څخه يې په اړه انګېرنه وشي.‌ په ورته ډول، دا راپور د طالبانو پر نظر د رڼا اچولو، د دې پر ارزولو چې د تېر کال پرمختياوې تر کومه بريده د فکري بدلون ښکارندويې دي، او د هغو پوښتنو پر تشخيصولو تمرکز کوي چې دغه ډله يې بايد د سولې په اړه خبرو اترو ته د مخلصانه ننوتلو په پار ځواب کړي.‌

طالبانو له تاريخي پلوه له هغو داخلي بحثونو او خپل يو-موټي توب ته له ګواښ پېښولو ډډه کړې چې د حکومتولۍ او فکر اړوندو سختو پوښتنو په اړه اجماع رامينځ ته کولو سره تړلې دي.‌ د دغې ډلې هغه بنسټيزې هيلې چې اهداف يې تعريفوي پراخې دي او عبارت دي: له بهرنيو نظامي ځواکونو څخه د هيواد خلاصول او د هغه څه بيا جوړول چې دوی يې مشروع اسلامي واکمني ګڼي.‌ دا چې د متحدو ايالتونو او ملګرو له خوا يې په ۲۰۰۱م کال کې د نظام له راپرځېدلو راهيسې د يوه وسله وال پاڅون په توګه پاييدلي او له خپلو جغرافيوي او قبيلوي ريښو ډېر هاخوا پراخ شوي، طالبان په دې باور دي چې د دغو اهدافو تر لاسه کولو ته نږدې شوي. له يوه کال زياتو دوه اړخيزو خبرو اترو وروسته، دغې ډلې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه له متحدو ايالتونو سره يو تړون لاسليک کړ چې پر مټ يې د ترهګرۍ-ضد ژمنو او له افغان حکومت سره د خبرو ژمنې کولو په بدل کې،‌ هغه چې له اوږدې مودې يې غاړه نه ور ته کېښوده، د بهرنيو ځواکونو پړاويزه وتنه باوري کړه.‌

د فبرورۍ د ۲۹مې تړون را وروسته مياشتو کې، طالبانو او افغان حکومت له يوه بل څخه ځان ګوښه ساتلی او د بنديانو د تبادلې او تاوتريخوالي د کچې د دومره کمولو په اړه چټکو جوړجاړيو پر وړاندې يې مقاومت کړی چې د سولې د خبرو له پاره مساعد وي.‌ د بين الافغاني خبرو له پاره فضا کړکېچنه ده او دا چې داسې بريښي چې متحدو ايالتونو په افغانستان کې د خپلې ښکېلتيا د کچې د راښکته کولو هوډ کړی، له وړاندې کاواکه دغه بهير له لوړو خطرونو سره مل دی.‌ په افغان حکومت او مدني ټولنې کې ډېر کسان اندېښمن دي چې کېدی شي خبرې اترې له ۲۰۰۱م کال راهيسې تر لاسه شويو قانوني، ټولنيزو او اقتصادي لاسته راوړنو د له لاسه وتلو په معنیٰ وي.‌ د طالبانو د اهدافو په اړه پراخ ابهام دغه وېرې لا ژوروي.‌ له سوله ايز هواري وروسته وخت اړوندو خپلو اهدافو په اړه د طالبانو ابهام دغه وېرې نورې هم بدتروي.‌

دغې ډلې د هدفمند جوړجاړي له پاره د خپل چمتووالي ښودلو په موخه ډېر کم کار کړی، ښايي دقيقاً له دې کبله چې خپل يو-موټی توب وساتي او د چنې وهلو له پاره خپل دريځ پياوړی کړي.‌ د طالبانو سياسي څانګه له نړيوالو مخاطبينو سره ژمنه کوي چې راتلونکی افغان دولت به چې دوی به پکې مخکښ نقش لوبوي،‌ د نړيوال نظام يو بامسؤوليته غړی وي.‌ مګر په داخل کې دغې ډلې ډېرې پوښتنې بې ځوابه پريښي يا يې متشددو دريځونو ته د غوړېدا اجازه ورکړې. له ۲۰۱۸م کال راهيسې د دوی استازو ديپلوماتانو ته ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د يوه ټول-شموله حکومت غوښتونکي دي، مګر ځينې غړي يې لا هم دا ادعا کوي چې دوی د هغه امارت راوستنې له پاره جنګيږي چې يادې ډلې په ۱۹۹۰مو کلونو کې جوړ کړی وو او په يوازې ځان يې چلاوو. د ښځو او اقليتونو د حقونو په اړه د دغې ډلې بهرنۍ بيانيې مبهمې دي. مګر په دې اړه داخلي دريځونه يې ډېر متفاوت دي او د يوې عمومي تګلارې پر ځای د ځايي دودونو او د انفرادي قوماندانانو د نظرونو په رڼا کې ټاکل کيږي. ان دا هم لا روښانه نه ده چې طالبان د خپلو جنګياليو د راتلونکي په اړه څه غواړي چې په افغان امنيتي ځواکونو کې مدغم کړل شي او که چېرته په بل ښه ځای کې بوخت کړل شي.‌

د شخړو ډېر لوبغاړي له متشددو دريځونو سره خبرو اترو ته ننوځي او وروسته خپل دريځونه د خبرو له پرمختګ سره عياروي. دا بدلون کله، کله د کلونو په ترڅ کې رامينځ ته کيږي.‌ مګر طالبان يوه متشدده نظامي ډله ده او پر خپل دريځ‌ د ټينګار تاريخچه لري.‌ د رغنده خبرو د احتمال د زياتونې له پاره طالبانو ته په کار دي چې له جګړې اړوندو پيغامونو څخه د خپلو ستراتيژيکو اړيکو مخ اړونې ته ادامه ورکړي او له افغان مدني ټولنې، بشري مرستندويه ادارو او نورو ښکېلو اړخونو سره پراخې ښکېلتيا ته خپله غېږه پرانيزي. د خبرو د نهايي برياليتوب له پاره د دې اړتيا ده چې طالبان دا ومني او خپل ډېری وسله وال غړي دې ته قانع کړي چې د دغې خونړۍ شخړې د واقعي هواري له پاره جوړجاړي ته اړتيا ده.

د افغان مدني ټولنې غړي او بهرني مرستندويان بايد د پراخې ښکېلتيا رامينځته کول وهڅوي.‌ افغان حکومت بايد د طالبانو په چلن او خطاب کې هر ډول بدلون ور غبرګ کړي او د جوړجاړي هر ډول روحيه يې بايد وستايي او په ورته اقدام يې بدرګه کړي.‌ هغه بهرني حکومتونه چې د سولې د بهير ملاتړ کوي،‌ بايد طالبان دې ته وهڅوي چې په خبرو اترو کې خپل ګډون د کارنده داخلي بحثونو او پراخې بهرنۍ راشه درشه له لارې پياوړی کړي. دا چې طالبانو ته د دې جدي اړتيا ده چې د داخلي‌ جنجالي پوښتنو په اړه د اجماع په رامينځ ته کولو پيل وکړي، د خبرو اترو اجنډا او ګړنديتوب بايد داسې عيار شي چې طالبانو ته د کليدي مسائلو په اړه د دغسې ګام اخيستلو وخت ورکړي.‌

دوحه/کابل/واشنګټن/برسلز، ۱۱ اګست، ۲۰۲۰م