A girl sits in front of a bakery in the crowd with Afghan women waiting to receive bread in Kabul, Afghanistan, January 31, 2022. REUTERS / Ali Khara
Report / Asia 20+ minutes

د ښځو په حقوقو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان کړکیچ نور هم وخیم کړ

بانو ښځينه له پوهنتون او د کار اکثره ځاينو څخه بندې کړي چې له کبله يې يو شمير مرستندویه ادارو خپل عمليات ځنډولي او بسپنه ورکونکي اړ شوي د مرستو په کمولو غور وکړي. خو بيا هم اصولي غبرګون به دا وي چې څه رنګه کولای شو ددې سختو فرمانونو زيان، چې بې وزله پرګنیو ته متوجه دی، راکم شي

  • Share
  • Save
  • Print
  • Download PDF Full Report

څه نوي دي؟ په ۲۰۲۱ کې واک ته رسیدلو وروسته, طالبانو په نږدې وروستيو کې په ښځو تر ټولو پراخ محدودیتونه لګلوي چې ښايي دا مخ په زیاتیدو حرکات ددې ډلې د عامه افکارو سره په ټکر، د دود ساتنې برخه وي. نجونې او ښځینه له تعلیم، کار، عامه ځایونو او نورو بنسټیز آزادیو ته لاس رسي څخه محرومیږي.

دا ولې وشول؟ د طالبانو مشر، هبة الله اخندزاده، د خپل شخصي عقائدو، او په غورزنګ او هیواد د خپل قدرت ټنګولو له مخې په دې ګامونو ټینګار کوي. نه به د هغه ایډیالوژیک نظریات او نه هم د واک لپاره هڅې په نږدې راتلونکي کې بدلې شي، سره له دې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خواشینونکي عکس العملونه هم څرګند شول.

دا ولې اړین دی؟ نویو محدودیتونو د ښځو ازادۍ ته سخته ضربه رسولې ده. دوی د ژوند-ژغورنې مرستو بهیر کې هم خنډ ګرځي، چې دا کار د نړۍ تر ترټولو لوی مرستندویه عملیات هم په داسې حال کې ټکني کوي چې نیم نفوس د شدیدې لوږې سره مخ دي. په رسمیت نه پیژندل شوي رژیم انزوا د بشردوستانه او پراختیا هڅې زیانمنوي، چې کیدای شي په مرستو کې د پام وړ کمبود راولي.

باید څه وشي؟ د ښځو او نجونو د حقوقو خوندیتوب او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د میلیونونو رنج لیدونکي خلکو سره د مرستو لپاره هیڅ ښه انتخاب شتون نلري. کله چې مرستندویان د بشري مرستو اصولو ساتنه کې خند سره مخ شي، نو مجبور دي چې هر څه معطل او په کارونو بیا کتنه وکړي. بسپنه ورکوونکي باید بشري غوښتنې تمویل او د انکشافي ادارو لپاره کاري ساحې پیدا کړي، او د هیواد ټولنیز-اقتصادي ناورین ته رسیدګي وکړي.

لنډيز

په ۲۰۲۱ کې چې طالبانو واک بیرته تر لاسه کړ نو د نړي په کچه یې یو تر ټولو ارتجاعي نظام رامینځته کړ، بالخصوص د ښځو حقوق په باب کې. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو اونیو کې د کابل نوي رژیم پر ښځو د لا سختو قوانینو وضع کول پیل کړل، چې له جملې یې ښځې له پوهنتونو او مؤسساتو کې له کار کولو څخه منع شول. ددې په غبرګون کې ډیریو مرستندویه مؤسسو خپل عملیات وځنډول، او ورته مهال یې یو لړ اندیښنې هم هغه وخت راوټوکولې کله چې بسپنه ورکوونکو هیوادونو د مرستو بندولو او د افغانستان ځپل شوي اقصاد لا منځوي کولو ګواښونه وکړل. اوس اړینه ده چې د طالبانو او د نړیوالو تر منځ په دې کړکیچ کې کموالی راشي ترڅو د وضیعت کنترولولو سره د افغانانو کړاوونه راکم شي. بسپنه ورکوونکي په حقه مایوسه دي، خو دوی باید د افغانانو هیلو او هوساینې ته متوجه ووسي. دوی ته پکار ده بشردوستانه غوښتنې تمویلې کړي، د مرستندویه ادارو سره د خپلو اصول ساتنې په برخه کې مرسته وکړي، د هیواد د ټولنیز-اقتصادي ناورین د عواملو د حل لپاره ګامونه پورته کړي او د ټولنیز بدلون هڅې په اوږدمهاله پروژو بدل کړي.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې د ښځو د لوړو زده کړو او په مؤسسو کې د کارکولو فرمانونو حتی ځینې طالب چارواکي هم د پلي کولو په باب حیران او له مشرتابه یې د فرمانونو د بیا کتنې په هکله غوښتنه وکړه. زده کوونکي د ټولګيو څخه ووتل او لاريون کوونکو کوڅو ته مخه کړه، خو طالب ځواکونو مخالفتونه وځپل. همدارنګ د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو لوړ پوړي هیئتونو د طالبانو له مشرانو سره لیدنې ترسره او خپلې اندېښنې مطرح کړې، خو د طالبانو مشرتابه له خپل سخت دریځ څخه تیر نه شو. اوس داسې ګنګوسې دي چې په راتلونکي کې به نور محدودیتونه هم وضع شي.

د ښځو او نجونو په حقونو باندې محدودیتونه لګول نه یواځې د ټولنې پر نیم نفوس ظلم دی بلکې د جګړې وروسته د اقتصادي بیارغونې لپاره د طالبانو هڅې هم سبوتاژ کوي. دا مبهم احکام د طالبانو د هغه مشر یا امیر (هبة الله اخندزاده) لخوا وضع کیږي کوم چې ځان يې په کندهار کې پټ ساتلی. تر کومه حده چې دده د احکامو په هکله د پوهاوي مسئله ده نو داسې بریښي  چې دی د نظام او هیواد باندې د خپل کنترول پخولو ترڅنګ د دیني پاکوالي یو ثابت لید تعقیبوي. کله چې یو دیني مرجه غواړي خپل هیواد د فقر او ناپوهۍ خوا ته ټیل وهې، نو په دې صورت کې نړۍ متأسفانه هیڅ هم نه شي کولای مګر د تاوترخوالي یوه بله څپه راژوندۍ کړي. د غربي چارواکو منځ کې د نوي داخلي جنګ ملاتړ ګنګوسې واقعا خطرناک او غیر عملي دي، ولې د نږدې-راتلونکي پورې د افغانستان اینده د طالبانو به لاس کې دی.

ځینې بهرني لوبغاړي د طالبانو دې سلوک حیران او په هیواد کې خپل رول باندې بیاکتنې ته اړ ایستلي. د اګست ۲۰۲۱ تحول سره سم د اکثرو لویدیځو سفارتونو بندیدل له نوي رژیم سره تعامل وار له مخې محدود کړی وو او په ورته وخت کې نږدې ټولې پرمختیایي مرستې هم ځنډول شوې وې. خو د طالبانو وروستي فرمانونو هغه همکاري هم له خطر سره مخ کړي چې د افغانانو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې يې مرسته کوله. ځينو مرستندويه ادارو له طالبانو سره د خبرو پر مهال خپل فعاليتونه وځنډول څو د خپلو ښځينه کارکوونکو لپاره محدود استثنائات ترلاسه کړي چې بالآخره یې د روغتيا، تغذيې، ښوونې او روزنې او ځینو نورو پروګرامونو کې د کار د بيا پيل اجازه ترلاسه کړه. مګر د ژوند ژغورنې یو لوی شمیر فعالیتونه اوس هم رسما غیرقانوني ګڼل کیږي. دا نه یوازې د بشردوستانه اصولو لپاره ښکاره ننګونې رامینځته کوي بلکې د هغو عملیاتو لپاره هم عملي خنډونه رامینځته کوي په کوم کې ښځینه کارمندانو ته اړتیا ده ترڅو ښځو او نجونو ته رسیدګي وکړي، په ځانګړې توګه په کلیوال عنعناتي سیمو کې.

په داسې حال کې چې د طالبانو له تګلارو سره د نړيوالو کرکه د درک وړ ده، خو ددوی په وړاندې د لویدیځوالو سخت غبرګون کیدای شي افغانانو ته همدومره نور زیان ورسوي - په ځانګړې توګه میرمنو ته چې په غیر متناسب ډول له دې کړکیچ څخه اغیزمنې شوي. په 2023 کال کې به د نفوس ثلثین،‌ یا په درو کې دوه برخې چې 28 ملیون خلک کيږي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. ناسنجول شوي غبرګونونه، لکه د مرستو بودیجې کمول، د بندیزونو غځول او د نورو جزائي پریکړې به په عادي افغانانو سختې اغیزې ولري. نو بنا بسپنه ورکونکو داسې کومک وکړي:

ا - بشردوستانه مرستو تمویل: په ۲۰۲۳ کې د ۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دا بشري غوښتنه په تاریخ کې او د نړۍ تر بل هر ګوټ تر ټولو لویه غوښتنه ده. بسپنه ورکوونکي باید د بشري اړتیاوو دغې پراخې کچې ته مثبت ځواب ووایي.

۲ - اصولي مرستو رسولو کې ملاتړ: بسپنه ورکوونکي باید انعطاف غوره او په هغه مواردو کې د مرستندویه ادارو ملاتړ وکړي په کومو ساحو کې چې ددوی کارمندان د طالبانو له مداخلې سره مخامخ شي، او د اړتیا په وخت کې مرستې وځنډوي.

۳ - په اوږدمهاله ټولنیز بدلون تمرکز: د طالبانو لخوا د ښځو محکومیت باید نړیوال غچ اخستنې ته اړ نه باسې چې د ښځینوو کړاوونه لا پسې زیات کړي. ددې پرځای دې بسپنه ورکوونکي داسې تګلارې غوره کړي چې موخه یې په اوږدې مودې کې د یوې پراخې او پرانستې ټولنې وده وي.

۴ - د ناورين لاملونو حلول: د طالبانو بد شهرت به انتخابونه محدود کړي، مګر که دوی غواړي چې يو با ثباته افغانستان  وویني، بسپنه ورکوونکي باید د مرکزي بانکدارۍ، بریښنایی شبکې، د اوبو لګولو سیسټمونو او نورو اړینو عامه توکو بیا رغولو کار ته دوام ورکړي.

همدا اوس د لویدیځ سیاست په مخالف لوري روان دی. نورو بحرانونو ته توجه اووښتل او د طالبانو په ملاتړ تورن کیدو له وېرې ښايي بسپنه ورکوونکي د ملګرو ملتونو غوښتنې ته سخاوتمندانه ځواب ونه وایی او د پراختیایی مرستو لپاره تر دې هم کمه لیوالتیا وښايي. د دې حقیقت پړه په بشپړه توګه د طالبانو پر غاړه ده، مګر لویدیځ حکومتونه هم د بحران په ځینې مسؤلیتونه کې شریک دي: د هیواد زیربنا د لسیزو جګړو له امله چې غرب هم پکې ښکيل وو وجاړ شوي; د کروندګرو حاصلات ځکه کم شوي چې اقلیم بدلون په غیر متناسب ډول د لویدیځ لخوا رامینځته شوی; او د افغانستان د اقتصاد ځینې ستونځې د هيواد د انزوا او په بهر کې د افغان دولت د شتمنیو د کنګلېدو له امله رامینځته شوي. که د بحران رامینځته کولو عامل پوښتنه څنګ ته کړو، حقیقت دا دی چې ښځې، اقلیتونه او بې وزلي د اوسني ناوړه پایلو اصلي ښکار دي. د ښځو د حقوقو په نامه له افغانستانه په داسې حال کې بېزاري غوره کول چې دا ډول اقدامات به د ښځو وضعیت نور هم خراب کړي پخپله یو متضاد عمل دی. د طالبانو ناوړه چلند ته تر ټولو اصولي ځواب به دا وي چې د هغه زیانونو د کمولو لپاره دې لارو چارې ولټول شي کوم چې دا بې وزله پرګنۍ تر ټولو زیات زیانمنوي.

کابل/بروکسل، 23 فبروری 2023

Subscribe to Crisis Group’s Email Updates

Receive the best source of conflict analysis right in your inbox.