Afghanistan HERO
Stranded trucks near the Pakistan-Afghanistan border in Torkham on January 16, 2024. Thousands were stranded after border points were closed to trade in the latest row over document rules for commercial vehicle drivers. Abdul MAJEED / AFP
Report / Asia 20+ minutes

د طالبانو ګاونډیتوب: له افغانستان سره سیمه ییزه ډيپلوماسۍ

حتی په داسی حال کی چې ډیرو ډیپلوماتانو د طالبانو رژیم څخه ډډه وکړه، د ښځو او انجونو سره یی ددوی پر چلند نيوکې وکړې، د افغانستان د نږدې هیوادونو سفیران له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ په برخو کې د معاملې په لټه کی ول. دا یوه ارزښتناکه هڅه ده، او لویدیځ نه باید د دغو هڅو مخې ته ودریږي.

  • Share
  • Save
  • Print
  • Download PDF Full Report

څه نوي دي؟ طالبان چې تر ډېره د لوېدیځو ځواکونو له خوا ګوښه شوي، په دې لټه کې دي چې له نږدې پلازمینو سره اړیکې ټینګې کړي. دا هیوادونه له تعامل څخه مطلق انکار نشي کولای: دوی باید له طالبانو سره د امنیتي او اقتصادي مسئلو په اړه تعامل وکړي. د بې باوریو او خنډونو له امله سیمه ییزه ښکیلتیا محدوده پاتې ده، کومه چې د لویديځو بنديزونو په نتیجه کې رامينځته شوې.

دا ولې اړین دی؟ د افغانستان او د هغه د ګاونډيانو ترینګلې اړیکې د جنوبي او مرکزي اسیا د خلکو ژوند او روزګار اغیزمنوي. کابل او سیمه ییز شریکان یې باید د سوداګرۍ د پراخولو، د اوبو او نورو ګډو منابعو پر سر د شخړو د مدیریت او د بین الحدودي اورپکو ډلو سره د مبارزې په موخه لارې چارې ولټوي. ناکامي کولی شي چې په سیمه کې پراخه بې ثباتي راولي. 

باید څه وشي؟ سرزوري طالبانو سره په راکړه ورکړه کې ننګونو نه د تېښتې پر ځای، سیمه ییز پلازمینې باید د پراخ بنسټه امنیتي همکارۍ او اقتصادي ادغام لپاره د یو روښانه میکانیزم لټولو ته دوام ورکړي. لویدیځ هیوادونه باید د دې ډول هڅو ملاتړ وکړي - یا لږ تر لږه یې د مخنیوي څخه ډډه وکړي.

اجرائی لنډیز

په داسې حال کې چې د نړۍ زیاترو هېوادونو د طالبانو لخو د ښځو او انجونو د حقوقو د نقض له کبله له هغوی څخه ډډه وکړه، د افغانستان شاوخوا هيوادونو د سیمې د امنیت او اقتصادي ثبات په موخه د نوي نظام سره خپلو راکړو ورکړو ته ادامه ورکوې. دا سیمه، لکه څنګه چې یې طالبان تعریفوي، د "یوروشیا  براعظمونو" کوم چې په ختیځ کې له چین څخه نیولې د لوديځ تر ترکیې پورې، او په شمال کې له روسیې څخه نيولې حتی د سویل تر هند او د خلیج سلطنتونو پورې او د ایران او پاکستان په شمول منځني اسیا هیوادونو پورې غځېدلی. طالبان د پخوانیو افغان واکمنانو په څېر افغانستان ته د یوه پل په سترګه ګوري چې دا ټولې سیمې سره نښلوي.د طالبانو په وړاندې د سیمې د هېوادونو په دريځونو کې ډېر توپير دی، که څه هم دوی ټول په دې باور دي چې له رژیم سره اړیکي اړین دي، خو بیا هم تر اوسه د دوی تعامل محدود دی.کابل او سیمه ییز شریکان یې هڅه کوي چې یوه داسې کړنلاره رامينځ ته کړي چې د دوی متقابل اولویتونه، لکه د سوداګرۍ وده، د اوبو د شخړو هوارول، او په سرحدي سیمو کې د اورپکو مخنیوی، اداره کړي.‌ دا یوه ستونزمنه، خو د ارزښت وړ هڅه ده، او لویدیځ یې باید مخنيوی ونکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته راستنېدو وروسته د طالبانو له خوا د افغان میرمنو او انجونو له اساسي حقونو څخه انکار او د سختو ټولنیزو قوانینو پلي کولو، د ملګري ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له مينځه وړی دی. سره له دې چې لویدیځوالو ډیپلوماتانو له طالبانو سره راکړه ورکړه لغوه کړې،خو سیمه ییز لوبغاړي له کابل سره د لا زیات ښکیلتیا په لټه کې دي. ځینو له ښځو او انجونو سره د طالبانو چلند، په ځانګړې توګه د انجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیزونه غندلي دي، خو د دې باوجود  اکثره سیمه ییزو چارواکو د ښځو او  انجونو حقوق د خپل دريځونو محوري نقطه نده ګرځولې.سیمه ییز چارواکي په دې باور دي چې د خپلو هېوادونو د ګټو خونديتوب او د طالبانو په چلند کې په اوږدمهالې کې د نرمښت راوستلو تر ټولو غوره لار، د دوی د ګوښه کولو پر ځای، له کابل سره د زغمه ډک تعامل تګلاره ده. د کابل او سیمه ییزو پلازمینو ترمينځ ارتباطات یا تعامل ښایي چې راتلونکي کلونه به د طالبانو د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره غوره هیلې وړاندې کړي.

لا تراوسه هم، سیمه ییزه همکاري د افغانستان دځینو ګاونډیو د غوښتنو په پرتله کمه ده. ځینو د یوې "سترې معاملې" تمه درلوده چې د ډيپلوماتیک رسميت په بدل کې به طالبان د یو ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي،‌ او په ځانګړي توګه به هغه افغان سیاستوال واک ته راولي کومو چې په تېره کې د طالبانو مخالفت کولو او له سیمه ییزو هیودونو سره یې ښې اړیکې لرلې. خو طالبانو په کابینه کې د خپلو پخوانیو دښمنانو د ورګډولو ټولې هڅې رد کړېله همدې امله، ډیرو سیمه يیزو لوبغاړو د کابل سره د هر اړخیز تعامل پر ځای جزئي تعامل غوره کړ تر څو پر ځانګړو موضوعاتو کې د ضرورت پر اساس همکاري وکړي. دغه معاملاتي اړیکو تګلاره د طرحې پر ځای د اړتیا پر بنسټ ولاړه ده، او دا د طالبانو هغه غوره شوي دریځ سره سمون خوري، چې د افغانستان په چارو کې د بهرني لاسوهنې له شالید څخه ډډه کوي. د طالبانو هڅې چې په نړیوال سیاسي نظام کې، د دوی په وینا،‌ د لويديځ لخوا د تحمیل شوي نړیوالو ارزښتونو پر ځای دې بیلا بیلو کلتوري ارزښتونو ته درناوی وشي، د سیمه ییزو ځواکونو له ګټو سره سمون خوري.

په سیمه ییزه اجنډا کې تر ټولو مهمه موضوع سیمه ییز امنیت دی.سیمه ییز چارواکي د اسلامپالو اورپکو د مخنیوي لپاره د کابل غیرعادي چلند ته د شک او اندېښنې په سترګو ګوري. د طالبانو د واک ته راستنېدو څخه وروسته، د افغانستان ګاونډیانو ویره درلوده چې ګواکې تاوتریخوالی به د افغانستان له پولو څخه د هند د ولکې لاندې کشمیر او یا په مرکزي آسیا کې د فرغانه دره په څیر حساس ځایونو ته وغځیږي. د طالبانو په هیواد کې د ولکې ټینګېدو سره دا اندیښنې مبالغې ثابتې شوې، او تاوتریخوالی دا ځایونو ته خپور نشو.پرته له پاکستان نه، چېرې چې د طالبانو د واک په لومړنيو دوه کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) بریدونه زیاتوالی ومومی او د دې لامل وګرځېدی چې د اسلام آباد او کابل اړیکې ډېرې ترينګلې شوې. سیمه ییزو اندیښنو په ځواب کې طالبان تقریباً د ټولو اورپکو په اړه  یوه شبیهه نسخه کاروي: کابل د شکمنو اورپکو له وژلو یا نیولو څخه ډډه کوي او پرځای یې د اوسېدو ځایونه ور بدلوي، او د نوي ژوند په جوړولو کې ورسره مرسته کوي، په دې هیله چې ددوی د سياسي موخو مسیر وکرځوي او د قومنده ورکولو جوړښت یې ورته له مینځه یوسي. 

د سیمه ییزې امنیتي همکاري لپاره پکار ده چې هر اړخ دې لومړی په خپلو ویناو کې نرمښت راولي او جهتونه دې ځینو حقایقو ته غاړه کیږدي باوجود د دې چی د دوی لومړیټونو بیلا بیل دي. د دولت اسلامي خراسان څانګه (داعش – خراسان) ، چې یوه خطرناکه جهادي ډله ده، د طالب ځواکونه لخوا ښه مهارول شوي خو هلته هم طالبانو خپلو سیمه ییز شریکانو سره دومره باوري فضا نده رامینځ ته کړې چې ګواکې دوی یو بل سره سره په آزاده توګه معلومات شریک کړي. یوه برخه ستونځه د اسلامپاله وسلوالو ډلو سره د چلند پر سر ده، چې کابل یو رنګ چلند غوره کوي او سیمه له کابل څخه بل ډول چلند غواړي. د دې اختلاف له مینځه وړلو لپاره یو ګډ پلیټ فارم یا میکانېزم ته اړتیا ده چې سیمه ییزو اندېښنو په اړه بحث پکې وشي او د ننګونو د مخنیوي لپاره یو ګډه تګلاره جوړه شي. ټول اړخونه به د پولو له ټاکنو، ښه مدیریت، او ګمرکي ادغام څخه ګټه پورته کړي.

د سیمه ییزو همکاریو بله مهمه برخه اقتصاد ده. په افغانستان کې اوږمهالې جکړې هغه مفکوره ووژله چې غوښتل یې  د ورېښمو پخوانیو لارو په مقابل کې سوداګریز دهلیزونه جوړ شي، خو کله چې د طالبانو نظامي بریا قوي ثبات راوست او د فساد پر ضد یې مبارزه پېل کړه، نو دا مفکوره بیرته را ژوندۍ شوه. سیمه ییزې پلازمینې اوس د سوداګریزو فرصتونو یو روښانه څرک ویني. دوی هڅه کوي چې لارۍ، ریل ګاډي، ګاز او بریښنا له پولو څخه را تېرې کړي. طالبان ډېر لیواله دي چې په داسې پروژو کار پیل کړي، خو په لنډه موده کې به د ځینو خنډونو له مينځه وړل ناشونی وي. د ښه سیمه ییز اقتصادي پیوستون لپاره دلایل خورا ډیر دي، په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې، ولې چې د منځني آسیا هیوادونه د نوي بازارونو په لټه کې دي، او په عین حال کې سویلي آسیا د تیلو، ګازو او بریښنا نوي منابعو ته اړتیا لري. د اوږدمهاله پلان د مخه سیمه د اقتصادي ادغام لپاره په افغانستان کې د پانګونې هڅولو لپاره ستراتیژیک دلایل لري، چې په پایله کې به د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي. ځینې ​​سیمه ییز لوبغاړي فکر کوي چې په سیمه ییز اقتصادي جوړښت کې د افغانستان ادغام به پر افغانستان د سیمه ییزو لوبغاړو نفوذ زیات کړي. همداراز دا کار به د طالبانو په لیکو کې د ډیپلوماسۍ مخالفین پخلا کړي، او د بالفعل حکومت چلند به تر یو حده قابل د وړاندوینې کړي. بل پلوه، ډېری طالبان دا اقتصادي ادغام د افغانستان د سوکالۍ لپاره یو اړين ګام بولي، کوم چې به د دوی نظام ته هم د یو اوږدمهال بقا زمینه مساعده کړي.

لا تر اوسه هم یو شمیر علتونه د کابل او  سیمې تر مينځ د اقتصادي همکارۍ مخه نیسي. نړيوال اقتصادي محدودیتونه او بندیزونه د خصوصي پانګونو مخه نیسي. د ځینو مرستندویه هیوادونو غوښتنه چې کومکونه د بشري مرستو تر حده محدودې وساتي، هم د اقتصادي همکاریو مخه نیسي. د ځینو سیمه ییزو هېوادونو محدودې سرچینې، سره د بهرنيو کومکونو د جلبولو څخه عجز، د افغانستان او د سیمې ترمينځ د اقتصادي همکاریو خنډ ګرځي. همدومره مهم، په افغانستان کې د قانوني چوکاټ نشتونوالی د خصوصي سکټور باور کمزوری کړی، په ځانګړې توګه کله چې طالبان په یوه غیر شفافه توګه د تېر نظام قوانینو ته د بیا کتنې لړۍ پیل کړه.

په افغانستان کې د طالبانو ځینې کړنې لکه د اوبو د زیربناوې جوړول، پرته له دې چې کښته پراته اغیزمند هیوادونه‌ لکه ایران او ازبکستان سره همغږۍ وکړي، د یو کړکیچ لامل کرځېدلي.ځینې وخت د طالبانو او د ګاونډ هیوادونو دعوې، د دوی د ځواکونو ترمينځ د نښتو لپاره پیلامه هم کرځېدليداسې تب جنې فضا له کبله ښايي چې سیمه ییز هیوادونه له طالبانو سره د ښکیلتیا لپاره خپلې هیلې کمې کړي. داسې کولو سره به د دې ډول ستونزو هوارول لا هم جنجالي شي او ګاونډیان چې کومو ننګونو سره مخ دی، د هغو حلول به نور هم مشکل کړي.

د سیمه ییزې همکارۍ په لور ګامونو کې اکثره لویدیځوال مرستندویان نه دي شامل، که څه هم د دې هڅو پايلې دوی پورې هم اړه لري. په ځانګړې توګه اروپایان به د یوې داسې سیمې څخه ګټه پورته کړي چې باثباته او خودکفا وي او د غیرقانوني مخدره توکو، مهاجرینو یا تروریزم لویه سرچینه نه وي. د کابل او سیمه ییزو پلازمینو ترمينځ داغیزمن اړیکو په لار کې خنډ هغه اقدامونه او بندیزونه دي چې د لویدیځ لخوا تحمیل شوي او موخه یې له طالبانو نه نارضايي ښودل دي. که دا د اوبو د پروژېو په  هکله په نړیوال بانک منفي ووټ یا رایه وي یا د بندیزونو سره سره د طالبانو پوله ساتونکو ته د تجهیزاتو لیږلو اجازه وي، دا رنګه اکثره پرمختګونه د لویدیځ په ملاتړ او یا عدم مخالفت پورې تړلې وي. که څه هم دا ډول عملي ګامونه باید په دې معنا نه وي چې د طالبانو رژیم دې په رسمیت وپېژندل شي، دا ګامونه به سیمه ییزې ثبات او د امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

کابل/ برسلز، جنوري ۲۰۲۴

Subscribe to Crisis Group’s Email Updates

Receive the best source of conflict analysis right in your inbox.